تازه خبرونه

په افغانستان کې لوږه زیاته شوې؛ ښځې او ماشومان له ټولو ډېر زیان ویني – ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د دغو بحرانونو دوام د هغو خوراکي زېرمو کچه راټیټه کړې، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې دي.

Published

on

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې افغانستان له هم‌مهالو اقتصادي بحرانونو، پراخې بې‌کارۍ او اقلیمي بدلونونو سره مخ هېواد دی او دې وضعیت نه یوازې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي، بلکې د خوړو د ناامنۍ ستونزه هم ورسره پراخه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د دغو بحرانونو دوام د هغو خوراکي زېرمو کچه راټیټه کړې، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړې شوې دي.

د فیض‌آباد ښار یوې اوسېدونکې رقیبه احمدي ویلي: «هغه لږ خواړه، چې د اخیستلو وس یې لرو؛ خپلو ماشومانو ته یې ورکوو، خو بسنه نه‌کوي.»

د هغې د څرګندونو له مخې؛ کوچنۍ لور یې پر خوارځواکۍ اخته ده او مېړه یې هم بې‌کاره دی.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر د لوږې او د خوراکي توکو د کمښت له بحران څخه اغېزمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version