Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې مو له ۵۴ زره څخه د ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازې مینال ډیل وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په نړۍ کې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر له ۲۴۰ څخه تر ۲۹۶ میلیون کسانو ته لوړ شوی و. مونږ له خپلو شریکانو سره پر همکارۍ په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې له یو شمېر مرکزونو سره هم مرسته کوو.

خپور شوی

د

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو راپدیخوا له ۵۴ زره څخه د ډېرو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د عامې روغتیا د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځ د نمانځغونډې پر مهال اعتیاد یوه جدي ټولنیره ستونزه وګڼله او په دې وايي، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي او له تېرو دوه کلونو راپدیخوا یې په ۶۱ مرکزونو کې د  ۵۴ زره او ۳۴۶ روږدو کسانو درملنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني زیاته کړې؛ اعتیاد یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده، چې د مخنیوي لپاره یې باید زیاتې هڅې وشي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې په نشه‌يي توکو سل زره روږدي له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیالۍ ويلي، چې دا مهال په ۱۲ مرکزونو کې ۱۵ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او له تېرو دوه کلونو راپدیخوا سل زره روږدي کسان له درملنې وروسته  خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د روغتیا نړیواله ټولنه وايي، دې ټولنې په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له بهیر ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازې مینال ډیل وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په نړۍ کې پر مخدره توکو د روږدو کسانو شمېر له ۲۴۰ څخه تر ۲۹۶ میلیون کسانو ته لوړ شوی و. مونږ له خپلو شریکانو سره پر همکارۍ په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې له یو شمېر مرکزونو سره هم مرسته کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له تېرو څو کلونو راپدیخوا د نشه‌يي توکو له مهمو تولیدونکیو هېوادونو څخه و؛ خو د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې د نشه‌يي توکو د کښت او تولید له منع کېدو سره په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی او اسلامي امارت پر ځلونو د بدیل کښت غوښتنه کړې؛ خو تر دې دمه هېوادونو په دې اړه ورسره همکاري نده کړې.

اړوند خبرونه: 

په هرات کې څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شول

په هرات ولایت کې به ۵۰۰ روږدو کسانو ته له رغېدو وروسته د کار زمینه برابره شي

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

Published

on

د روسیې د سېلانیانو  ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.

په بدخشان کې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز افغان‌ټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درې‌میاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.

واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښه‌والي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان هوایي بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.

هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.

فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت له‌خوا بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!