روغتيا
په افغانستان کې هر کال له نري رنځ ناروغۍ ۱۲ زره کسان مري
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د نړیوالې ورځې پر مناسبت ويلي، چې هر کال تر ۱۲۰۰۰ پورې کسان له دې ناروغۍ مري.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال ويلي، تېر کال په افغانستان کې د توبرکلوز ۷۶ زره او د مقاومتي نري رنځ ۴۸۰۰ پېښې ثبت شوي، چې د څه باندې ۵۲ زره کسانو درملنه شوې او د دې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرپه کال کې ۱۲۰۰۰ کسانو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي ويلي، تېر کال په هېواد کې د توبرکلوز ۷۶ زره پېښې ثبت شوې، چې د ۵۲ زره کسانو درملنه شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د څارنې پروګرام رییس خان محمد منګل ویلي؛ نری رنځ یوه ساري ناروغي ده او په نړۍ کې د مړینې له لسو مهمو لاملونو څخه یو هم هعمدا ناروغي ده.
د روغتيا نړيوالې ټولنې استازي دیپینک لو ويلي؛ دغه ټولنه ژمنه کوي، چې د افغانستان په روغتيايي سيستم کې د نري رنځ د پوره له منځه وړلو پورې خپلې همکارۍ روانې ساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ د روغتیا نړیوالې ټولنې د نري رنځ د له منځه وړلو په برخه کې د پرمختګ او د شته ننګونو د له منځه وړلو لپاره د تخنیکي لارښوونو پر برابرولو د نري رنځ د څارنې ملي پروګرام ملاتړ ته دوام ورکوي. د روغتیا نړیوالې ټولنې ژمنه کړې، چې د عامه او خصوصي سکتورونو پر ګډه همکارۍ د نري رنځ د له منځه وړلو لپاره کمپاین او هراړخیزې هڅې روانې ساتي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی هیومن جانګ هم ويلي، چې دغه اداره له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) سره هم کار کوي، چې د نري رنځ ټولنیز او اقتصادي عوامل پر ګوته او د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړي.
هیومن جانګ وایي: دغه دفتر د نري رنځ ټولنیز او اقتصادي عوامل د پر ګوته کولو او له منځه وړلو لپاره له نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کړی دی. دا دفتر له ۲۰۱۵ راپدیخوا د نري رنځ په سکتور کې د افغانستان یو ملګری دی، چې له خطر سره مخ خلکو ته یې خدمتونه چمتو کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې، نري رنځ په نړۍ کې د مړینې له لسو مهمو لاملونو څخه یو لامل دی.