په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني ويلي؛ په افغانستان کې د ټولو خلکو استازیتوب کوونکي حکومت جوړول د دې لپاره اړین دي، چې جګړه بیا رامنځته نشي.
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
دغه ایراني ډیپلومات همداراز ټینګار کړی؛ له اوسنیو افغان چارواکو سره د هغو بشري او اقتصادي بحرانونو د حل لپاره معنا لرونکې خبرې او عملي تعامل اړین دی، چې د افغانستان او سیمې ثبات ګواښي.
نوموړي زیاته کړې: بشري مرستې باید هیڅکله سیاسي نشي، بندیزونه باید د اقتصادي ثبات یا پراختیا پر وړاندې خنډ جوړ نکړي او د افغانستان هغه ملي شتمني، چې په بهر کې کنګل شوې باید ژر تر ژره آزادې او د افغانانو بېړنۍ اړتیاوې پوره شي.
ایراني استازي د افغان نجونو او ښځو پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې پر هغو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.
ایرواني همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو امنیتي پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د ایران امنیت د دواړو ګاونډیانو له امنیت سره په نه بېلېدونکي توګه تړلی دی.
هغه ویلي: «د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ یا د ګاونډ هېوادونو پر ضد د تاوتریخوالي پر مرکز بدله نشي او واکمن چارواکي باید د ترهګرو ډلو له هر ډول ملاتړ د مخنیوي بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان اوسنی حکومت ټولګډونه بولي او وايي، چې د ښځو او نجونو حقونه د شریعت له مخې رعایتېږي او اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.