تازه خبرونه

په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف

یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.

Published

on

 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د خوړو او تغذیې ناامني په افغانستان کې له پېنځه کلونو کم عمره ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له لوړ ګواښ سره مخ کړي دي.

یونیسف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې پدې کچه د افغانستان د ټولو ولایتونو ماشومان د خوارځواکۍ او د ماشومتوب پر مهال د خوړو او تغذیې د ناامنۍ د واقعي تجربو له مخې ارزولي دي. په دې ارزونه کې د خوړو د ډولونو کمښت، د خوړو د وختونو پرېښودل، د ماشومانو لږ خواړه خوړل او وږي پاتې کېدل شامل دي.

د « ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیانو د خوړو بحران» تر سرلیک د یونیسف راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې افغانستان د ماشومانو د سختې وچېدا د زیاتېدا پړاو ته داخل شوی دی. د تغذیې د برخې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال پر پرتله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۶ ولایتونو د خوارځواکۍ وضعیت خراب شوی دی.

یونیسف وايي، له جولای څخه تر سپټمبر پورې د خوارځواکۍ د زیاتېدا د اصلي موسم له پیل مخکې هم دغه وضعیت د یوه پراخېدونکي او له وخته مخکې رامنځته شوي بحران نښه ده. له دوه کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر زیان‌من دي، چې د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې جوړوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویواله ویلي، چې کوچنی ماشومان د خوارځواکۍ د اصلي موسم له پیل مخکې د تغذیې د بحران پر لوري روان دي او باید له سختې خوارځواکۍ مرحلې ته له رسېدا مخکې یې پر وړاندې هحې وشي.

یونیسف ټینګار کړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا لاملونه یوازې د تغذیې له خدمتونو سره تړاو نه‌لري، بلکې د ناروغیو خپرېدل، د واکسین د پوښښ ټیټه کچه، د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیايي خدمتونو کمښت، او د بودجې او تجهیزاتو کموالی هم د دې بحران د زیاتېدا لاملونه دي.

دغه بنسټ ویلي: هغه ماشومان، چې کورنۍ یې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي؛ د خوارځواکۍ د زیاتېدا په پړاوونو کې تر نورو ماشومانو شپږ برابره ډېر د سختې وچېدا له خطر سره مخ کېږي.

یونیسف د کوچنیانو د خوړو د ساتنې، د مخنیوي تغذیوي پروګرامونو د پراخولو، له ۶ څخه تر ۲۳ میاشتو ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې او د روغتیا، تغذیې، اوبو، حفظ‌الصحې، زده‌کړې او ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د بېړنۍ پانګونې غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ د زیاتېدا موسم ته له نږدې کېدو سره د هڅو فرصت کمېږي او د دې لپاره بېړنیو او انعطاف‌منونکو مالي مرستو ته اړتیا ده، چې د ماشومانو د خوړو ناامني پر مرګونې خوارځواکۍ بدله نه‌شي.

Trending

Exit mobile version