تازه خبرونه
په افغانستان کې ۹۶ زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته سخته اړتیا لري – ملګري ملتونه
د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلو څخه سل ورځې وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په روان ژمي کې له ۹۶ زره څخه ډېرو ځپلیو ماشومانو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.
یونیسف د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په هرات کې د اکتوبر له زلزلو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي؛ سربېره پر دې ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي او ډېرو کورنیو په کې عایداتي سرچینه له لاسه ورکړې دي.
له درې میاشتو وروسته اوس هم د هرات د زلزلو اغېزې احساس کیږي او ډېری کورنۍ سره له دې، چې سخته یخني ده؛ تر خیمو لاندې ژوند کوي او یا هم سرپناه نهلري.
د یونیسف په خبرپاڼه کې راغلي، چې هرات ولایت دا مهال له سخت ژمی سره مخ دی، چې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د مرستو رسولو هڅې یې سستې کړې دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي فرانک اکویزا ویلي؛ د دې کلیو چاپېریال له درد او کړاوه ډک دی. ان له زلزلې څخه د ۱۰۰ ورځو پر تېرېدو کورنۍ او ماشومان اوس هم د خپلو عزیزانو پر له لاسه ورکولو او دردونو سره مقابله کوي؛ ښوونځي او روغتیايي مرکزونه، چې ماشومان پرې تکیه کوي یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم کافي نهدي؛ ځکه هوا سړه ده او بې کوره ماشومان او کورنۍ په خطرناکو شرایطو کې شپې تېروي او هیڅ وسیله نهلري، چې خپله لنډمهاله سرپناه پرې ګرمه کړي.
یونیسف ویلي، چې له زلزله ځپلیو سره یې مرستې کړي؛ خو څرنګه، چې د ژمي سړې هوا ستونزې نورې هم زیاتې کړي؛ نو نورو مرستو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ له خپلو مرستندویه همکارانو څخه مننه کوو، چې سرچینې یې چټکې راټولې کړې او یونیسف ته یې دا ځواک ورکړ، چې په څو ورځو کې د هرات د ماشومانو او د هغوی د کورنیو بېړنیو اړتیاوو ته ځواب ووایي؛ خو په زرګونه خلک اوس هم زمونږ مرستې ته اړتیا لري.
یونیسف د زلزلې له کبله د ۹۶۰۰۰ ماشومانو د ژوند په اړه اندېښمن دی. مونږ ملاتړ ته اړتیا لرو؛ ځکه مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې ماشومان نه یوازې په ژمي کې ژوندي پاتې کیږي، بلکې په راتلونکیو میاشتو او کلونو کې به د ودې هوساینې فرصت هم ولري.
د یادونې ده، چې د روان کال د تلې په میاشت کې د هرات له ۲۱ کليو ډېر زلزلو ویجاړ کړل؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل او حیوانات یې له منځه یوړل.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه23 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
