لوبی
په افغان فوټسال لیګ کې پنجشر ۷ پر صفر زیتون ته او صداقت ۶ پر ۳ امید ته ماتې ورکړه
په ټول هېواد کې فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼې په آریانا ټلویزیون کې وګوري.
د شنبې پر ورځ د افغان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو په څلورپنځوسمه لوبه کې؛ پنجشېر لوبډلې د ۷ پر صفر پر زړه پورې لوبې زیتون افسي ته ماتې ورکړه.
نن په پېنځهپېنځوسمه لوبه کې صداقت افسي لوبدلې ۶ پر ۳ امید افسي ته ماتې ورکړه.
سبا به په شپږپنځوسمه لوبه کې ظاهر اسد افسي او آریا فورج افسي لوبډلې سیالي وکړي.
په اووهپنځوسمه لوبه کې به دیار سنايي لوبډله له نورزاد افسي سره مخ شي.
په ټول هېواد کې فوټسال مینهوال کولی شي د دې لیګ د څلورم پړاو د دوهیمې نیمایي پیل لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼې په آریانا ټلویزیون کې وګوري.
لوبی
د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوهیمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.
د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.
د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.
د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.
د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینهوال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.
د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.
دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوهیمې پرلهپسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.
په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.
د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.
تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوهیم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.
لوبی
هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بېبرخې شو
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بېبرخې شوی دی.
پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.
نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.
راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.
د پانډیا نهشتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپوهنې او توپاچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.
-
سوداگري5 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
نړۍ5 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان سره د لارو تړل کېدا د پېښور صنعت او سوداګري پر ګونډو کړي
-
International Sports3 days agoفرانسې سنګال ته ۳–۱ ماتې ورکړه؛ امباپي د ګولوهنې ملي ریکارډ جوړ کړ
-
سوداگري2 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي
