Connect with us

لوبی

په المپیک سیالیو کې د افغانستان کرکت د ګډون پرېکړه به د المپیک نړیواله کمیته وکړي- الاردایس

خپور شوی

د

د کرکت نړیوالې شورا اجرائیوي رییس جیف الاردایس ویلي، چې د ۲۰۲۸ ز.کال د لاس انجلس په المپیک سیالیو کې د افغانستان کرکت لوبډلې د ګډون پرېکړه د المپیک نړیوالې کمیتې په لاس کې ده.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د ښځينه کرکت لوبډلې د نه‌شتوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

د روان کال په اکتوبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمیتې د ۲۰۲۸ ز.کال د لاس انجلس المپیک سیالیو ته شل اوریز کرکت لوبه د سپورتي څانګې په توګه ورزیاته کړه.

د کرکت نړیوالې شورا د نرینه‌وو او ښځینه‌‌وو په څانګو کې د شپږ لوبډلو د سیالیو وړاندیز کړی، چې د المپیک نړیوالې کمیتې لخوا تصویب شو.

د اولمپيک لوبو تنظيموونکیو په اولمپيک لوبو کې پر جنسيت ټينګار کړی، چې په انفرادي او ډله‌ييزو لوبو کې د دواړو جنسونو شتون ته اړتيا لري. افغانستان تر اوسه د ښځو کرکت لوبډله نه‌لري.

الاردایس بي بي سي ته څرګنده کړې: اولمپیک لوبو ته لوبډلې د هېوادونو د ملي المپیک کمیتې له‌خوا استول کېږي. د یو نړیوال سپورت فدراسیون په توګه؛ مونږ هم خپل سپورت د ۲۰۲۸ لاس انجلس اولمپیک له تنظیم کوونکیو سره د شاملولو لپاره شریک کوو. په المپیک نړیوالې کمیته کې کرکت هم شامل دی. د افغانستان المپیک ملي کمیتې د دریځ په اړه دا هغه څه دي، چې د کرکت نړیواله کمیته یې تر ما ډېر دقیق ځواب وړاندې کولی شي؛ خو زه پوهیږم، چې دوی هلته پرمختګونه څاري. د کرکت په اړه زمونږ دریځ او د خپل غړي افغانستان ملاتړ د نړیوالو سپورتي ټولنو پر ضد نه‌دی.

لوبی

Afghan boxing referee heads to China for international festival

Published

on

Khyber Sultani, an Afghan national and international boxing referee, has traveled to China to officiate at the 9th International Boxing Festival.

According to Afghanistan’s General Directorate of Physical Education and Sports, Soltani was sent to Xinjiang by the International Boxing Federation in coordination with the country’s Olympic and sports authorities.

The tournament, hosted in China, will run from September 21 to September 30.

Ahead of the competition, Afghanistan’s national boxing team, which had already arrived in China, completed a two-day training camp to prepare for the event.

The Afghan delegation consists of seven athletes, two coaches and one team official, who will represent Afghanistan at the international tournament.

Sultani’s appointment adds an Afghan official to the international officiating team for the competition.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي

افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوه‌یمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.

Published

on

د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.

افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوه‌یمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځه‌ویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.

په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.

دغه راز هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.

د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټ‌ساتونکي ټاکل شوي دي.

د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسی‌خېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.

افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.

Continue Reading

لوبی

محمد خالد هوتک خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه

محمد خالد هوتک خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه

Published

on

د افغانستان ووشولوبغاړي محمد خالد هوتک د جاپان د ناګویا د شلم پړاو آسیایي لوبو د ووشو په لوبه کې خپل یمني سیال ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله.

هوتک په ۷۰ کیلوګرامه وزن کې ولوبېد او خپله لومړۍ لوبه یې له یمني سیال څخه وګټله.

نوموړی به سبا په خپله دوه‌یمه لوبه کې د انډونیزیا له یوه لوبغاړي سره ولوبېږي.

افغانستان د ناګویا د شلم پړاو آسیایي لوبو د ووشو په سیالیو کې د اووه لوبغاړو په لوبډله کې ګډون لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!