تازه خبرونه
په امریکا کې پر کرونا ۷.۷ او په هند کې ۷ میلیون کسان اخته شوي
(Last Updated On: تله ۲۱, ۱۳۹۹)
په امریکا کې د کرونا ناروغیو د څارنې او مخنیوي مرکزونو تېره ورځ په ډاګه کړې، چې په دې هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۶۹۴۸۶۵ ته رسیدلی دی.
د امریکا د کرونا ویروس د څارنې او مخنیوي مرکزونو ویلي، چې په دې هېواد کې ۵۳۳۶۳ 3 نوې پېښې ثبت شوي او د مړو شمېر یې هم د ۵۷۷ نویو پېښو له ثبت سره ۲۱۳۶۱۴ کسانو ته پورته شوی دی.
دغو مرکزونو د یکشنبې پر ورځ په ۴ بجو یاد شمېر خپور کړی دی.
امریکا لومړنی هېواد دی، چې تر دې دمه یې د ویروس تر ټولو ډېرې پېښې ثبت کړي
خو د هندوستان د اخته کسانو شمېر هم له ۷ میلیون اوړي.
د هند د عامې روغتیا وزیر د یکشنبې پر سهار راپور څرګنده کړه، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۷۴۳۸۳ پېښې ثبت کړي، چې په ټول هېواد کې یې شمېر ۷۰۵۳۸۰۶ کسانو ته رسیدلی.