سیمه ییز خبرونه
په ایران کې مو۳۰ ایراني امنیتي مشران او ۱۱ اټومي ساینس پوهان ووژل- اسرائیل
د رویټرز د راپور له مخې؛ په امریکا کې یو خپلواک کارپوه ویلي، چې د سوداګریزې سپوږمکۍ د انځورونو ارزونه ښیي: له شاوخوا ۳۰ ایراني توغندیو څخه یوازې لږ شمېر، چې د اسرائیلو له هوایي دفاع څخه تېر شول؛ وکولی شول، چې پوځي مهم اهداف پر نښه کړي.
د جمعې پر ورځ د اسرائیلو یو لوړ پوړي پوځي چارواکي له ایران سره د اسرائیلو د ۱۲ ورځنۍ هوایي جګړې د لنډیز وړاندې کولو پر مهال ویلي؛ اسرائیل د ایران پر اټومي ارمانونو په لوی ګوزار ورکولو کې له ۳۰ څخه ډېر لوړ پوړي امنیتي چارواکي او ۱۱ اټومي ساینس پوهان ووژل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ په امریکا کې یو خپلواک کارپوه ویلي، چې د سوداګریزې سپوږمکۍ د انځورونو ارزونه ښیي: له شاوخوا ۳۰ ایراني توغندیو څخه یوازې لږ شمېر، چې د اسرائیلو له هوایي دفاع څخه تېر شول؛ وکولی شول، چې پوځي مهم اهداف پر نښه کړي.
په CNA کارپوریشن کې د سپوږمکۍ انځورونو متخصص او شنونکي ډیکر ایولیت رویټرز ته ویلي: “ایران تر اوسه داسې توغندي ندي تولید کړي، چې پوره بشپړتیا وښيي.”
د اسرائیل یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي ویلي، چې اسرائیلو د جون پر دیارلسمه په لومړني برید کې د ایران هوايي دفاع ته سخت زیان ورساوه او د شخړې په لومړیو مهمو ساعتونو کې یې د ځواب ویلو وړتیا ورته بې ثباته کړه.
چارواکي دا هم ویلي؛ د اسرائیلو هوايي ځواک په جګړه جریان کې له ۹۰۰ څخه ډېر هدفونه پر نښه کړل، چې د امریکا پر منځګړیتوب له اوربند سره پای ته ورسېده او پوځ د ایران د توغندیو تولید ته پوره زیان ورساوه.
دې چارواکي زیاته کړې: “د ایران اټومي پروګرام ته لوی زیان رسیدلی دی؛ د اوږدې مودې لپاره تر ۹۰ سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو او د اټومي وسلو د جوړولو اوسنی وړتیاوې یې شندې شوې دي”.
ایران، چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه ردوي؛ د اسرائیلو پر پوځي ځایونو او ښارونو د توغندیو له برید سره د بریدونو ځواب ورکړ.
په راپور کې راغلي، چې ایران د اسرائیلو دفاعي لیکې ته پخپل نفوذ د جګړې پای اعلان کړی دی.
ایراني چارواکو ویلي، چې په ایران کې ۶۲۷ کسان وژل شوي دي. پر رسنیو د سختو محدودیتونو له کبله د تلفاتو شمېر په خپلواکه توګه تائیدېدی نشي.
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې په اسرائیلو کې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
خپلواکه امریکایي کارپوه ایولټ ویلي، چې د ایران د توغندیو ځواکونه دومره دقیق نه ول، چې کوچني پوځي اهداف لکه د امذیکا جوړ شوي F-35 جنګي جیټ الوتکې په خپلو پټنځای کې له منځه یوسي.
هغه رویټرز ته ویلي: “له همدې کبله یوازني هدفونه، چې دوی په منظم ډول تر برید لاندې نیولی شول؛ لوی ښارونه یا صنعتي اهداف دي لکه د حیفا چاڼخونه.”
هغه په ایکس کې ولیکل: “د ایران توغندي، چې په ایران کې د اسرائیلو د هوایي بریدونو له کبله محدودې شوي وه؛ د ویجاړۍ لوړه کچه نه درلوده.
هغه ولیکل: “د فعالیت اوسنۍ کچه په حقیقت کې هیڅ نشي کولی؛ ځکه، چې په راتلونکې کې به اسرائیل له ورته پایلو سره عملیات ترسره کړي.”
د اسرائیلو دفاع وزیر یسرائیل کاټز د جمعې پر ورځ په یوه خبري څرګندونه کې په ډاګه ګړې؛ هغه پوځ ته امر کړی، چې د ایران پر وړاندې د هوایي برترۍ ساتلو، د هغې د اټومي پراختیا او توغندیو تولید مخه ونیسي او د اسرائیلو پر وړاندې د وسلوالو عملیاتو لپاره د ایران پر وړاندې پلانونه رامنځته کړي.
د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز جنرال ایال ضمیر د جمعې پر ورځ ویلي، چې په ایران کې پایله کولی شي د غزې په تړانګه کې د ایران ملاتړ لرونکي فلسطیني حماس وسلوالې ډلې پر وړاندې د اسرائیلو د اهدافو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
ضمیر په غزه کې سرتېرو ته ویلي؛ د اسرائیلو ځمکني عملیات، چې د “ګیډون ارابې” پر نوم پېژندل کیږي؛ په نږدې راتلونکي کې به پر محاصره شوي فلسطیني خاورې د ډېر کنټرول ترلاسه کولو هدف ترلاسه کړي او د اسرائیلو حکومت ته به د نورو اقداماتو لپاره اختیارونه چمتو کړي.