تازه خبرونه
په بغلان كې د سيلابونو له كبله ۱۰۰ مړه شوي دي
د ولسي جرگې غړى عبيد الله رامين، چې د يو گډ پلاوي په مشرۍ سيمې ته تلى وايي:
اړوند ادارې سيمې ته رسيدلي او تر اوسه پورې د مړو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسيدلى دى.
په بغلان كې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس محمد نصير كوهزاد وايي:
په دې سيمه كې تر سلگونه كسان تري تم دي او د زر په شاوخوا كې كورونه وران شوي دي.
چارواكي وايي د ملي اردو او طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا په اړو كورنيو خيمې او يو لړ خوراكي توكي وېشل شوي دي .
د يادونې وړ ده، چې د بغلان په گدرگاه نور ولسوالې كې د ږلۍ او باران د ورښت پر لامل دا سيلابونه اوړمه شپه راغلي دي.
تازه خبرونه
فلسطیني دولت باید د خبرو له لارې راجوړ شي – امریکا
د رویټرز د راپور له مخې: سپینې ماڼۍ د چارشنبه پر ورځ له هغې وروسته، چې ایرلینډ، اسپانیا او ناروې په روانه میاشت کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژنې غږ راپورته کړ ویلي؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن د یواړخیزې رسمیت پېژندنې له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې د فلسطیني دولت جوړېدا غواړي.
د واشنګټن غبرګون د امریکا د ناهیلۍ ښکارندویي کوي؛ ځکه، چې درې اروپایي هېوادونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو د پرمختګ اراده څرګنده کړه.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان یوې خبري غونډې ته ویلي، چې هر هېواد کولی شي د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو په اړه خپله پرېکړه وکړي؛ خو بایډن فکر کوي، چې د ښکېلو لوریو لهخوا پرې مستقیمې خبرې اترې غوره لار ده.
له سالیوان وپوښتل شول، چې آیا امریکا له دې اندېښمنه ده، چې نور هېوادونه به د فلسطین دولت د رسمیت پېژندلو لپاره هم ګامونه پورته کړي. هغه وویل، چې امریکا به خپل ثابت دریځ شریکانو ته ورسوي “وګوري، چې څه پېښیږي.”
ویل کیږي، چې امریکا د “دوه ریاستي حل” په ترلاسه کولو کې له لسیزو هڅو سره – سره پاتې راغلې او اسرائیل د یو داسې فلسطیني دولت تر څنګ ژوند کوي، چې غزه د حماس اسلامي غورځنګ لخوا اداره کیږي.
تازه خبرونه
له سېلاب ځپلیو سره دې د مرستې ځانګړي حسابونه پرانیستل شي – رییس الوزراء
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په یوه نوي فرمان کې سپارښتنه کړې، چې مالیې وزارت باید د هېواد له سیلاب ځپلیو سره د مرستې او د هغوی لپاره د سرپناه جوړولو لپاره د ډالرو او افغانیو حسابونه پرانیزي.
په دغه فرمان کې راغلي، چې د دغو حسابونو له پرانیستلو سره به د مرستې روښانه ادرس رامنځته او اړمنو هېوادوالو ته به اسانه ورسول شي.
د دغه فرمان له مخې؛ د وزیرانو شورا د عالي مقام له لارښوونې وروسته راټولې شوې مرستې به له تدارکاتي پړاوونو، بودجې، تخصیص او تادیې پرته د ښار او کور جوړونې وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو پر غړیتوب ترسره شي.
په دغه فرمان کې له ټولو وګړو، ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتل شوي، چې د دغو حسابونو له لارې مرستې وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوي د ولسمشر رییسي په جنازه کې ګډون وکړ
نن چارشنبه د غبرکولي دوهیمه د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د ایران د ارواښاد ولسمشر ابراهیم ريیسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په دې اړه تهران ته سفر کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا برادر به په خپل سفر کې د ایران له دولتي چارواکو او د ارواښاد ولسمشر له کورنۍ سره وګوري او د افغانانو پر استازیتوب به د خواخوږۍ او خواسینۍ مراتب وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي هم په دې سفر کې له ملا عبدالغني برادر سره مل دی.
د ایران رهبر د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د جنازې لمونځ ادا کړ، چې د یکشنبې پر ورځې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
په لسګونه زره کسانو په پلازمېنه تهران کې د هغو پر بیرغ له پوښلو تابوتونو سره د خواخوږۍ ګامونه پورته کړل.
د ایران رهبر خامنهیي پخپل امامت په تهران پوهنتون کې د هغو د جنازي مراسم تر سره کړل.
د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې؛ په دې مراسیمو کې د ایران د سپاه پاسداران مشرانو کډون درلود، چې د هېواد لوی ځواک ګڼل کیږي.
په دې مراسمو کې د نړۍ د نورو مشرانو تر څنګ د حماس مشر اسماعیل هنیه هم ګډون کړی و.
دغه راز به په تهران کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د عراق لومړی وزیر محمد شیعه السوداني او د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم له دې مراسمو برخمن شي. ان له څلور لسیزو وروسته د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم تهران ته سفر وکړ.
ویل کیږي، چې ۶۳ کلن رییسي د ایران د رهبر ۸۵ کلن خامنهیي د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی و؛ خو اوس سترګې د خامنهيي ۵۵ کلن زوی مجتبی ته اوړي.
-
لوبی5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ4 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
تازه خبرونه3 days ago
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
-
روغتيا4 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
-
نړۍ3 days ago
د چورلکې په راغورځېدو کې د ایران د ولسمشر مړینې غبرګونونه راوپارول