سیمه ییز خبرونه

په بغلان ولايت كې نامسووله وسله والو يوه نجلۍ غرونو ته تښـتولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پوليس وايي، چې:

نامسوولو وسله والو دوه مياشتې مخكې په خوست كې يوه نجلۍ تښتولې، چې اوس هم له وسله والو سره ده.

دغه راز پوليس د دغه ولايت په دوشي ولسوالۍ كې د هغې نجلۍ له ژغورنې خبر وركوي، چې كورنۍ يې غوښتل نوموړې سنگسار كړي.

نږدې دوه مياشتې د مخه د بغلان ولايت په خوست ولسوالۍ كې يوه ډله نامسووله وسله والو په زور يوه كور ته ننوتلي، چې د پوليسو په وينا  يې له دغه كوره يوه نجلۍ تښتولې ده.

د نجلۍ ماما او تره وايي، چې:

يو ځل نوموړې نجلۍ د پوليسو په مرسته خوشې شوه، خو وسله والو بېرته ونيوه.

دوى په دغه اختطاف كې يو شمېرپوليس ښكېل بولي.

كه څه هم پوليسو په كابل كې د دغې پېښې په تړاو يو پوليس نيولى، خو د بغلان د خوست ولسوالۍ امنيه كوماندان سمونمل سيد اعظم  وايي، چې:

نيول شوى پوليس د نجلۍ په اختطاف كې لاس نلري.

د هغه په وينا:

لسگونه نامسوولو وسله والو كسانو دوه مياشتې مخكې له يوه كوره نجلى تښتولې، خو پوليس له دغو وسله والو سره د مبارزې توان نلري.

له بلې خوا د بغلان د دوشي ولسوالۍ امنيه كوماندان سمونوال سيد احمد سالنگي وايي، چې:

هغه نجلۍ  ژغورل شوې، چې كورنۍ يې د وژنې او سنگسار پلان درلود.

د بغلان د ښځو چارو رييسه وايي، چې:

د تښتونې دغه پېښه زياتو څېړنو ته اړتيا لري.

د بغلان د ولايتي شورا غړې ندا كياني وايي:

كه پوليس په شكمنو قضيو كې مداخله وكړي؛ نو كيداى شي، چې د ډېرو ورته پېښو مخه ونيول شي.

په افغانستان كې له ښځو سره د تاوتريخوالي گڼ رپوټونه خپريږي، چې په زياترو مواردو كې ښځې له كورني تاوتريخوالي سره مخ وي.

Trending

Exit mobile version