تازه خبرونه
په بلخ ولایت کې څه باندې دوه زره ویجاړ شوي موټر ورغول شول
په بلخ ولايت کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له ویجاړ او تخريب شويو وسايطو څخه د څه باندې دوه زره هغو له رغولو او فعالولو خبر ورکړ شو.
د یادې قول اردو چارواکو ويلي، چې په تېرو دوه کلونو کې بریالي شوي، چې بېلابېل ٢٤٣٢ موتر له رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.
د الفتح قول اردو ویاند صدیق الله نصرت ويلي؛ ټاکل شوې، چې دغه وسايط د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره دفاعي لواګانو ته ووېشل شي.
دغه وسایط، چې لوی او واړه موټر په کې دي د ۲۰۹ الفتح قول اردو د انجنیرۍ ډلې رغولي او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو تخنيکي مدير عبدالعزيز کليم الله وايي: مونږ پر لږ امکاناتو او پرسونل شاوخوا ۲۴۳۲ بېلابېل وسايط ترميم او فعال کړي دي.
د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند زیاته کړې؛ له دغو وسایطو څخه به یو شمېر د قول اردو پر لواګانو او کندکونو ووېشل شي او پاتې وسایط به پوره خوندي پاتې شي.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند صدیق الله نصرت وايي: اوس په افغانستان کې جګړه نهشته؛ خو د بېلابېلو لواګانو د اړتیاوو له کبله د دغو وسایطو یو شمېر د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره وېشل شوي او پاتې نور وسایط، چې زمونږ ملي پانګه ده؛ په دالانونو کې به ترې ساتنه او پالنه کیږي.
د هېواد ټول دفاعي چارواکي په ۲۰۹ الفتح قول کې د سرحدونو ساتنه او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع خپله بنسټیزه موخه بولي.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو درستیزوال نقیب الله عزیزي وايي: ستاسو اولادونو، وروڼو او هېوادوالو له امتیاز پرته دا بیت المال ساتلی؛ ویجاړ شوي وسایط یې رغولي او په راتلونکي کې به د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع هم کوي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په ټولو قول اردوګانو کې د وروستیو جګړو پر مهال د ویجاړ شویو موټرو د رغولو چارې روانې دي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
