Connect with us

نړۍ

په بلوچستان کې زلزلې له ۲۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

رویټڼرز د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په بلوچستان ايالت کې د زلزلې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي، له ۲۰۰ ډېر ټپیان او د استوګنې کورونه او اړوند دفترونه زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ د رښتر په کچه ۵ اعشاریه ۷ درجې زلزله نن سهار هرنایي سیمې ته نږدې رامنځته شوې، چې ژورتیا یې ۱۵ کیلو میټره اټکل شوې ده.

د ځايي راپورنو له مخې، دې زلزلې د کویټې په ګډون په سیوۍ، هرنايي، پښین، قلعه سیف الله، چمن، زیارت او ږوب ضلعو کې زیانونه اړولی دی.

د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زلزله داسې مهال رامنځته شوې، چې ډېري خلک پر خوب ویده ول، ډېر قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

چارواکو ويلي؛ ښايي د مرګ و ژوبلې شمېر نور هم ډېر شي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او د دولتي ودانیو په ګډون ډېر نور زیانمن شوي دي.

د یادونې ده، چې دې زلزلې د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.

 

نړۍ

ټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ – د سپینې مانۍ ویانده

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې جدي دی او خبرداری یې ورکړ، چې تهران باید بیا په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونه‌کړي.

Published

on

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی؛ که ایران خپلې «نظامي ماتې» ونهمني، نو پر دغه هېواد به نور سخت بریدونه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې جدي دی او خبرداری یې ورکړ، چې تهران باید بیا په خپلو محاسبو کې تېروتنه ونه‌کړي.

هغې زیاته کړې: «که ایران د اوسني وضعیت حقیقت ونه‌مني، چې له نظامي پلوه مات شوی؛ ولسمشر ټرمپ به ډاډ ورکړي، چې دا هېواد به له نورو سختو بریدونو سره مخ شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو ګډه جګړه څلورمې اوونۍ ته دننه شوې او ورسره هم‌مهاله ځینو حکومتونو لکه پاکستان، ترکیې او مصر د منځګړیتوب او د تاوتریخوالي د کمولو هڅې پیل کړې دي.

دغه راز یو لوړپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې د امریکا وړاندیز اوس هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران تر ارزونې لاندې دی. که څه هم د ایران لومړنی ځواب منفي و؛ خو دغه هېواد اوس هم دا طرحه په بشپړ ډول نه‌ده رد کړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې دا ټینګار هم کړ، چې له ایران سره خبرې اوس هم روانې دي او دا یې «رغوونکې» وبللې؛ خو هغې هغه راپورونه، چې د جګړې د پای لپاره د امریکا د ۱۵ ماده‌اییزې طرحې په اړه خپاره شوي دقیق ونه بلل.

د جګړې د احتمالي پای ته رسېدا د راپورونو له خپرېدا وروسته د نړۍ د ونډو بازارونه یو څه ښه شول او د تېلو بیې هم راکمې شوې، ځکه پانګه‌وال هیله لري؛ دې جګړې، چې د نړۍ د انرژۍ عرضه ګډوډه کړې او د انفلاسیون په اړه اندېښنې یې زیاتې کړي باید پای ته ورسېږي.

Continue Reading

نړۍ

په کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي

دا الوتکه C-130 هرکولیس ډوله وه، چې د لاکهیډ مارټین له‌خوا جوړه شوې او د غورځېدا پر مهال په الوتکه کې ۱۲۸ کسان سپاره ول.

Published

on

په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او څلور نور ورک دي، چې دا یوه مرګونې پوځي هوایي پېښه ګڼل شوې ده.

دا الوتکه C-130 هرکولیس ډوله وه، چې د لاکهیډ مارټین له‌خوا جوړه شوې او د غورځېدا پر مهال په الوتکه کې ۱۲۸ کسان سپاره ول.

چارواکو ویلي، چې په اوتکه کې د هوايي ځواک ۱۱ پرسونل، ۱۱۵ پوځي سرتېري او دوه پولیس افسران سپاره ول.

دا حادثه هغه وخت رامنځته شوه، چې الوتکه له پیرو سره پولې ته نږدې د الوتنې په حال کې وه.

راپورونه ښیي، چې الوتکه د ځغاستې په پای کې له ستونزې سره مخ شوه او د هغې یوه وزر پر ونه ولګېد، چې له کبله یې چټکه راوغورځېده.

بیا الوتکې اور واخیست او د اور وژنې چارواکو څرګنده کړې؛ په الوتکه کې دننه ځینې چاودېدونکي توکي هم وچاودېدل، چې پېښه ورسره چټکه تر سره شوه.

د لرې پرتې سیمې اوسېدونکي هغه لومړني کسان ول، چې د ژغورنې لپاره راغلل؛ ټپیان یې پر موټرسایکلونو او لومړنیو تجهیزاتو خوندي ځای ته ولېږدول.

د پوځي ځواکونو له رارسېدا سره سم د ژغورنې عملیات روان وږساتل شول؛ خو د پېښې ځای ته لاسرسی ستونزمن و. په ټولیزه توګه ۵۷ ژوندي پاتې شوي کسان روغتون ته وړل شوي، چې د ۳۰ کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ټینګار کړی، چې د پوځ په عصري کولو کې ځنډ کولی شي د ځوانو سرتېرو ژوند له خطر سره مخ کړي.

دا ډول الوتکې، چې له ۱۹۵۰ لسیزې راپدېخوا کاري هڅې لري؛ د کولمبیا د اوږدې کورنۍ جګړې په بهیر کې یې سرتېري لېږدولي او له ۴۵۰زره څخه ډېرو هغو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

Continue Reading

نړۍ

کیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو

دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د خلکو د عالي شورا د لومړۍ غونډې په بهیر کې رامنځته شوه.

Published

on

د شمالي کوریا دولتي خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د دې هېواد رهبر کیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو د رییس په توګه وټاکل شو.

دا پرېکړه د یکشنبې پر ورځ د خلکو د عالي شورا د لومړۍ غونډې په بهیر کې رامنځته شوه.

د پیونګ یانګ په غونډه کې به د سوسیالیستي اساسي قانون د تعدیلاتو او همدارنګه د دولتي چارو د کمیسیون او نورو دولتي ادارو د رییس او مشرتابه د ټاکنو په اړه بحث وشي.

دا شورا، چې په رسمي ډول د دولت پالیسۍ تصویبوي؛ معمولاً د واکمن کارګر ګوند له کانګرس وروسته ناسته کوي، چې د ګوند پرېکړې پر قانون بدلې کړي.

یادې دولتي خبري سرچینې ویلي: غونډه به د هېواد پر پېنځه کلن اقتصادي پلان، چې د فبرورۍ په میاشت کې د ګوند نهم کانګرس اعلان کړ؛ بیاکتنه وکړي.

د کیم ځواکمنه خور کیم یو جونګ، چې له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې د هېواد د لوړ مشرتابه ادارې، د دولتي چارو د کمیسیون د غړو په نوملړ کې د پام وړ دندې لرلې؛ حاضره نه‌وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!