تازه خبرونه
په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰زره یتیمو ماشومانو روزنه او پالنه کیږي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ زره یتیمانو او بېسرپرسته ماشومانو روزنه او پالنه روانه ده او دغه راز یې په ۱۴ ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو نجونو د روزنې له فعالیتونو هم خبر ورکړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.
ابراهیمي وایي: «د نجونو لپاره ټولې اداري، تدریسي او مراقبتي پرسونل ښځې دي او هڅه کېږي، چې د هغوی لپاره یو خوندي کاري چاپېریال هم برابر شي.»
نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي، چې په کې له لس زره ډېر بېسرپرسته او یتیم ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي. د ښوونې او روزنې ترڅنګ ورته د خوراک، څښاک، روغتیا آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.»
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د بېوزلۍ د بحران لاملونه
تازه خبرونه
د اسلامي امارت دفاع وزارت نور ډېر ځواکونه جذبوي
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.
ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د شاملېدا لپاره د امنیتي او تصفیوي کمیسیون لهخوا د تائید شویو کسانو د نوملیکنې بهیر رسمي پیل شوی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د ځواکونو نوملیکنه د تابعیت تذکرې او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون لهخوا د تائید شوې فورمې پر وړاندې کولو ترسره کېږي.
د دې بهیر د پیل امر ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد صادر شوی دی.
پوځي شنونکي وایي؛ دا اقدام د امنیتي ځواکونو د وړتیا د پیاوړتیا او د هېواد د امنیت د ښه خوندي ساتلو لپاره ترسره شوی دی.
د هغوی پر باور، د روزل شویو ځواکونو د شمېر زیاتوالی کولی شي هم د کورنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزمن وي او هم د ملي اردو عملیاتي وړتیا لوړه کړي.
همدارنګه ځینې باخبره کسان ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو تر څنګ باید د نورو وړ ځوانانو د جذب لپاره هم زمینه برابره شي.
له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي ملي اردو د روزل شویو ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره ته رسېدلی او له ۱۰۰ زره زیات پولیس هم په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قطر پر همکارۍ د ډیپلوماسۍ روزنیز پروګرام ترسره شو
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون(انسټیټیوټ ) د قطر پر همکارۍ د «ډیپلوماسۍ نښلوونکې شبکې» تر سرلیک لاندې یو پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت وسپړل شو او عمرغانم د بېلابېلو هېوادونو په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې خپلې عملي تجربې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د پروګرام د وروستۍ برخې پر مهال په ځانګړو مراسمو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د قطر د کابل سفیر او د دې وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون رییس د ډیپلوماټانو د مسلکي روزنې او د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه راز تخصصي او ګډو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار او څرګندونې وکړې.
د یادونې ده، چې دا روزنیز پړاو د ګډونوالو د مننلیکونو پر وېش پای ته ورسېد.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان په خپلو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړیتوب ډډه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
-
نړۍ5 days agoټرمپ د ونزویلا تېل پلوري
-
سوداگري5 days agoد پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي
-
څار5 days agoڅار: له افغانستان څخه وتل او د امریکا د اعتبار خرابېدا ارزونه
-
تازه خبرونه4 days agoافغان او عماني سیالانو د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو پر غځولو خبرې وکړې
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان په اړه د پاکستان وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون
