تازه خبرونه

په تخار ولایت کې دوه لرغوني آبدې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي – چارواکي

Published

on

په تخار ولایت کې د ۵۲ تاریخي او لرغونو سیمو څخه څخه دوه لرغوني آبدې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي.

د شيخ خليل الله ولي جومات او زيارت په تخار ولايت کې د څه دپاسه ٥٠ تاريخي آثارو يوه بېلګه ده، چې د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې، د بيارغونې په صورت کې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم د ورسج ولسوالۍ ځوانانو د دغو تاریخي آثارو د ویجاړیدو د مخنيوي په موخه کار پيل کړى؛ خو د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د لرغونو آثارو د بيارغونې په برخه کې د تېرو حکومتونو له نه پاملرنې اندېښنه څرګندوي.

دوی وايي، چې د شيخ خليل الله تاريخي جومات  چې ۴۸۰ کاله پخوانی دی؛ د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دی، چې اوسنی حکومت یې باید بیا رغونې ته جدي پاملرنه وکړي.

د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ويلي، د لرغونو آثارو شتون د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پام ځان ته اړولی او که  بيارغونه یې ونه‌شي؛ نو د دې امکان شته، چې يو شمېر دغه تاریخي آثار له منځه ولاړ شي.

د تخار اوسېدونکي هم د تاریخي آثارو  له ناوړه حالت څخه اندېښمن دي او وايي، چې په تېر او اوسني وخت کې د لرغونو سيمو د بيارغونې لپاره هیڅ اقدام نه‌دى شوى.

د تخار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې له ۵۲ لرغونو ځایونو څخه دوه يې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د بيارغونې لپاره يې مرکز ته وړانديزونه استولي دي.

د تخار ولایت  اطلاعاتو او فرهنګ د ګرځندوی امر نورالدین قلعج بیک ویلي، د دغه ولايت لرغونو او تاريخي ځايونو د سیلانیانو ډېره پاملرنه راجلب کړې. که د دغو لرغونو ځایونو بیا رغونه وشي؛ نو د ډېرو سیلانیانو پام به ورواوړي.

 تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په زړه کې یې پخواني لرغوني آثار شته؛ ډېر یې د سقوط له ګواښ سره مخ او تردې مهال د دې لرغونو آثارو د بیا رغونې ژمنې هم پلې شوې نه‌دي.

Trending

Exit mobile version