Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په تهران کې لسګونه زره کسانو د علي خامنه‌يي په جنازه کې ګډون وکړ

ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنه‌يي او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.

خپور شوی

د

 

لسګونه زره کسانو د شنبې پر ورځ د تهران په مصلای بزرګ کې د ایران د رهبر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې و چې د امریکا او اسرائیل له‌خوا د ایران پر ضد د جګړې په پیل کې وژل شوی و؛ ګډون وکړ.

ګډونوالو، چې تورې جامې یې اغوستې وې او د ایران بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي وه، د علي خامنه‌يي او د هغه د زوی مجتبی خامنه‌يي انځورونه هم له ځان سره لېږدول.

د خامنه‌يي د جنازې مراسم د هغه د مړینې په تړاو د یوې اوونۍ د ماتم د پروګرام برخه ده، چې ایراني چارواکو ترتیب کړی دی. د هغه تابوت، چې یوه ورځ د ایراني لوړپوړیو چارواکو او بهرنیو پلاویو د درناوي لپاره په ځانګړي ځای کې اېښودل شوی و؛ د شنبې پر ورځ په یوه ښیښه‌ییز پوښ آزاد نندارې ته وړاندې شو. د هغه د لور، زوم، ناوې او ۱۴ میاشتني لمسي تابوتونه هم ورسره اېښودل شوي وه.

تر اوسه د مجتبی خامنه‌يي، چې د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته یې د ایران رهبري پر غاړه اخیستې او ویل کېږي په همدې برید کې ټپي شوی هم دی؛ هیڅ تازه انځور یا عامه حضور نه‌دی ثبت شوی.

د مراسمو پر مهال ماتم کوونکو سینه‌وهله او د «مرګ پر امریکا» په ګډون یې شعارونه ورکول.

د مراسمو یوه ګډونوال آرش رحیمي رویټرز خبري آژانس ته ویلي:« ټول هغه کسان، چې دلته راغلي، د خپل رهبر د وینې د غچ اخیستو لپاره راغلي دي. لکه څنګه، چې زمونږ رهبر ویلي وه؛ مونږ له امریکا سره د وینې حساب لرو او زمونږ اړیکې به هېڅکله هم ورسره ښې نه‌شي.»

دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ جګړه د لنډمهالي اوربند له اعلان وروسته درېدلې ده. ایراني چارواکي دغه هوکړه د اقتصادي لاسته‌راوړنو لپاره زمینه او د خپلې بریا نښه بولي.

دغه راز د اکسیوس خبري اوب‌پاڼې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سولې خبرې د جنازې د مراسمو له کبله د یوې اوونۍ لپاره ځنډېدلې دي.

د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: امریکا کولی شول د جنازې په مراسمو کې د ایران ټول مشران «په یوه برید کې» پر نښه کړي؛ خو دا کار یې ونه کړ، ځکه په هغه صورت کې «د خبرو لپاره به څوک نه‌پاتې کېدل.»

ټرمپ د ماتم د مراسمو د انځورونو په اړه هم ویلي، چې د ځینو ایرانیانو ژړا ته حیران شوی؛ ځکه ده ګومان کاوه خلک له خامنه‌يي کرکه لري او زیاتوي:« ښايي دا اوښکې رښتینې نه‌وي.»

په ارمنستان کې د ایران سفارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس لیکلي:« تاسې دا موضوعات نه‌‌شئ درک کولی؛ ځکه نه تمدن لرئ، نه تاریخ او نه هم شرافت.»

د جګړې پر مهال له درې زره ډېر کسان، چې یو شمېر لوړپوړي سیاسي چارواکي او پوځي قومندانان هم په کې ول؛ ووژل شول او د ایران بنسټیزو او پوځي تاسیساتو ته پراخ زیانونه واوښتل. په مقابل کې ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر نښه کړې او د هرمز تنګي د کنټرول له لارې یې د نړۍ د تېلو د بیو په لوړېدا کې رول ولوباوه.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د لنډمهالې هوکړې له مخې، د ایران میلیارډونه ډالر کنګل شوې شتمنۍ آزادې شوې او د مالي بندیزونو یوه برخه هم ځنډول شوې ده.

ایراني چارواکو ویلي، چې له تهران وروسته به د علي خامنه‌يي جسد قم، بیا د عراق نجف او کربلا او وروسته مشهد ته ولېږدول شي او په پای کې به د شیعه‌ګانو د یوه امام د زیارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي. چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ورځو کې به میلیونونه کسان د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

سیمه ییز خبرونه

د یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

Published

on

د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن پر رسمیت پېژندل شوي حکومت اعلان کړی، چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

د حکومت پوځي ویاند هم له حوثیانو غوښتي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدي.

حوثیانو له ۲۰۱۴ز. کال راپدېخوا د یمن پلازمېنه صنعا او د هېواد د شمال لویدیځې برخې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي دي. په دغو سیمو کې د یمن ډېری وګړي ژوند کوي.

د یمن حکومت د عملیاتو د پیل اعلان داسې مهال کړی، چې حوثیانو ویلي، د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ یې په ریاض او خریص کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې او دا بریدونه یې په یمن کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ځواکونو د تېرو ۱۲ ساعتونو د ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعا تائید کړې نه‌ده

العلیمي ویلي؛ حکومت هغه مهال د پوځي عملیاتو پرېکړه وکړه، چې د کړکېچ د کمولو ټولې هڅې ناکامې شوې. نوموړي د سعودي عربستان له ملاتړ مننه کړې او له سیمه‌ییزو متحدانو او نړیوالو شریکانو یې غوښتي، چې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا او اړوند ادارو ملاتړ وکړي.

دغه راز، رویټرز د سیمه‌ییزو او لویدیځو چارواکو له قوله ویلي، سعودي عربستان او د هغه یمني متحدان د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان به هوايي عملیات رهبري کړي او یمني ځواکونه به پر ځمکه جګړه کوي.

حوثیانو تېره میاشت د باب‌المندب سټراټیژیکه تنګي او د سرې بحیرې شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره ساحلي سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د دوی دغه پرمختګ د سرې بحیرې له لارې ورته د نړیوالې سوداګرۍ پر یوه مهمه اوبلار د فشار لپاره ډېر امکانات برابر کړي دي.

د جګړې په ډګر کې د حوثیانو وروستي پرمختګونه د تعز ښار شاوخوا سیمو ته هم غځېدلي دي.

پوځي سرچینې وايي، حوثیانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز ښار ته نږدې په سټراټیژیکو لوړو سیمو کې پرمختګ کړی او د تعز او عدن ترمنځ وروستۍ مهمې لارې ته نږدې شوي دي.

د دغې لارې له کنټرولولو سره حوثیان کولی شي تعز ښار عملي محاصره کړي. تعز د یمن درېیم لوی ښار دی او سلګونه زره ملکي وګړي په کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ ویلي، د یمن په ځینو سیمو کې له هرو څلورو کورنیو درې له لوږې سره مخ دي. د جګړو زیاتېدا لسګونه زره کسان بې‌ځایه کړي او میلیونونو کسانو ته یې د خوړو او نورو اړینو توکو رسونه هم له خنډ سره مخ کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

هند او پاکستان د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل

نوي ډیلي د اسلام‌آباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.

Published

on

هند او پاکستان د جمعې پر ورځ له یوې سرحدي پېښې وروسته د یو بل لوړپوړي ډیپلوماتان احضار کړل.

نوي ډیلي د اسلام‌آباد هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې هندي ځواکونو دوه پاکستاني ملکي وګړي وژلي دي. هند ویلي، یاد کسان په ناقانونه توګه د دغه هېواد خاورې ته ننوتي وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي وه، چې هندي سرحدي ځواکونو د جمعې پر ورځ د بدیان په اړوند سرحدي سیمه کې دوه بې‌وسلې پاکستاني ملکي وګړي« له پارونې پرته او په مرګوني ځواک» وژلي دي.

د پاکستان  بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې:« پاکستان پر کلکه هغه هر ډول هڅه ردوي، چې وژل شوي کسان “نفوذي کسانو” معرفي کړي.»

اسلام‌‌آباد د هند د سفارت شارژدافیر هم احضار کړی او د دغې پېښې په اړه یې د« سمدستي، رڼې او باوري څېړنې» غوښتنه کړې ده.

دغه راز د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ادعاوې« بې‌بنسټه او له موخې سره تړلې» بللې او څرګندوي، چې په نوي ډیلي کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر د هغه څه له کبله احضار کړی، چې هند یې« له پاکستان څخه د ناقانونه نفوذ د دوام آسانتیا» بولي.

هند ویلي، درې کسان د پنجاب ایالت د فیروزپور سیمې ته ننوتلي وه او د هندي سرحدي ځواکونو له پرله‌پسې خبرداریو سره سره، چې پاکستان ته ستانه شي؛ د پولې د اغزن سیم پر لور روان شوي وه.

د هند  بهرنیو چارو وزارت ویلي، سرحدي ځواکونو د دغو کسانو د مخنیوي لپاره اقدام وکړ؛ ځکه دغو کسانو« د امنیت سمدستي ګواښ» رامنځته کړی و.

نوي ډیلي له پاکستان څخه غوښتي، چې له خپلې خاورې د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي او د پولې او دوه‌اړخیزو هوکړو درناوی وکړي.

د هند او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ز. کال له څلور ورځنۍ جګړې راپدېخوا، چې په وروستیو څو لسیزو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخته نښته وه، اوس هم ترینګلې دي. دغه جګړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د وسله‌وال برید له کبله ۲۶ کسان ووژل شول.

هند پاکستان د دغه برید په ملاتړ تورن کړ؛ خو اسلام‌‌آباد دا تور رد کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

Published

on

د امریکا حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.

په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.

همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.

د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!