تازه خبرونه

په تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې په تېرو څه نا څه دوه اوونیو کې ۲۶۰۴۴کورنۍ، چې ۱۳۶۱۶۹کسان کیږي؛ په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۱۵۳ زره ۹۳۱ افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د دوشنبې پر ورځ (د لړم نولسمه) آریانا نیوز ته ویلي، چې په تېرو څه نا څه دوه اوونیو کې ۲۶۰۴۴کورنۍ، چې ۱۳۶۱۶۹کسان کیږي؛ په خپله خوښه او جبري توګه له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۲۴۷۸۷کورنۍ له پاکستان څخه، ۱۲۵۱کورنۍ له ایران او ۶کورنۍ له ترکیې هېواد ته راستانه شوي دي.

حقاني زیاته کړې؛ پردې سربېره ۱۶۶۰۳کسان مجرد دي، چې هېواد ته جبري راایستل شوي او ۱۱۳۲نور د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته بنسټیز خدمات وړاندې کړي، چې په کې خواړه، څښاک، جامې، روغتیايي خدمات، وړیا سیم کارتونه، نغدې پیسې او د هغوی د لېږد لپاره ټرانسپورټ رانغاړي.

Trending

Exit mobile version