تازه خبرونه
په تېر کال کې د ۸۵ پروژو چارې بشپړې شوي او پر ۲۴ نورو کارروان دی
دغه راز دې وزارت سربېره پدې ۱۶۹۸ کیلومټره سړک رغولی؛ د قیر اچولو چارې یې بشپړې شوي او د روان کال ترپایه به د کابل – کندهار سړک د رغولو چارې بشپړیږي؛ د کندهار معروف سرک د کار چټکول، کندهار روزګان سړک د کار سرعت، د سالنګونو د سړک د پاتي برخو د کارونو پیل يي له مهمو پروژو څخه دي.
د ټولګټو چارو وزارت د یو کلنو فعالیتونو د رپوټ وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې دې وزارت په تېرکال کې له ۱۰۹ پروژو څخه ساتنه او څارنه کړې؛ د ۸۵ پروژو د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوي او ۲۴ نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز دې وزارت سربېره پدې ۱۶۹۸ کیلومټره سړک رغولی؛ د قیر اچولو چارې یې بشپړې شوي او د روان کال ترپایه به د کابل – کندهار سړک د رغولو چارې بشپړیږي؛ د کندهار معروف سرک د کار چټکول، کندهار روزګان سړک د کار سرعت، د سالنګونو د سړک د پاتي برخو د کارونو پیل يي له مهمو پروژو څخه دي.
د ټولګټو چارو وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې به د دغو پروژو کارونه په عملي ډول سره پیل شي.د هېواد حلقوي سړک د پاتي برخو تکمیل، د ننګرهار کابل د دوه یم سړک د کارونو پیل، د کابل غزني د دوهیم سړک پیل او د هرات غور د سړک د چارو پیل يي د روان کال له اړینو پروژو څخه دي، چې عملي چاري به يي پیل شي.
د ټولګټو چارو وزارت تخنیکي مرستیال عبد الکریم فاتح ویلي: په تېر کال کې له ۱۰۹ پروژو څخه د ۸۵ پروژو د ساتنې او څارنې چارې بشپړې شوي او ۲۴ نورې تر کار لاندې دي. سربېره پر دې د ۱۶۹۸ کیلومټره سړک د قیر اچونې او بیا رغونې چارې ترسره شوې دي.
د ټولګټو چارو وزارت د پرمختیايي او بېخبنایي پروژو پر پلي کېدو څه باندې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، چې د ۹۹۷ اعشاریه ۴ کیلومټره سړکونو د ډیزاین چارې بشپړې شوي، ۲۷۹ اعشاریه ۴۸ کیلومټره سړکونو پخول، د ۱۶۰ مټرو پلونو رغول او د ۲۴۴ اعشاریه ۸ کیلومټره سړکونو د ډیزاین د کار پیل د دغه وزارت د تېر کل له لاسته راوړنو څخه دي.
د دې وزارت مسوولینو ويلي، چې تېر کال يي ۴ اعشاریه ۱ میلیون مټریک ټن انتقالات تر سره کړي او د اوسپنېپټلي د پرا ختیا هڅې رواني دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حقشناس وایي؛ د خواف – هرات د څلورمې برخې د لومړي فاز او د هرات – مزارشریف د اوسپنېپټلۍ د بنسټیزې رغونې او غیر ریليپټلۍ د پروژې قرارداد پای ته ورسید او د څلورم فاز د دوهیم فاز کار پیل شو، چې یو لومړیتوب دی.
ویل کیږي، چې تېر کال ۱۲زره کیلو مټره سړکونه د پاک کارۍ په پلان کې شامل ول، چې ۵ زره ۱۲۸ کیلومټره يي د وزارت د ولایتي پرسونلونو له لوري په ۲۹ ولایتو نو کې سړکونه خلاص ساتل شوي ۲۶۰۳ کیلومټره نور بیا په ۱۳ ولایتونو کې د خصوصي سکټور پر مټ پاک ساتل شوي، چې د هېوادوالو ترافیکي جریانونه منظم وساتل شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه16 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ21 hours agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه19 hours agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
