تازه خبرونه
په تېر کال کې مو له ۸۱۳ زره ډېر تعرضي عملیات کړي – ملي دفاع وزارت
چارواکو ویلي، چې هوايي ځواک په تېر یوه کال کې ۴ زره ۲۱۸ ماموریتونه او روزنیز پروازونه ترسره کړي، د بلیک هاګ الوتکو بیا رغونه، د هوايي چلند پوهنتون فعالول او د طبیعي پېښو له کبله د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، چې د هوايي ځواک له مهمو دندو څخه دي.
د ملي دفاع وزارت چارواکو د چارشنبې پر ورځ ( د وږي اوومه ) د دغه وزارت د تېر کال د کړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې په تېر کال کې د ملي اردو قطعاتو او جزو تامونو ۸۱۳ زره ۳۵۲ اوپراسیوني عملیات کړي؛ ۵۸۸ میله سپکې او درندې وسلې، ۱۵۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه، ۴۴ مخابرې، ۴۰ لرلیدونه، ۳۸۶ موټر او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او نیول شوي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملیاتو کې ۱۳۸۳ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
مسوولینو ویلي؛ له ملي ارزښتونو او حاکمیت ساتنه، د امنیت او قانون له تطبیق ملاتړ، له سکټوري ادارو سره همکاري، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرسته او د هېواد له دفاعي او امنیتي ارګانونو سره همغږي د حکومت د دې وزارت له مهمو دندو او لومړیتوبونو څخه دي.
چارواکي وایي، چې د هېواد د پولو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره یې ګڼشمېر کنډکونه، پوځي اډې او امنیتي پوستې جوړې کړې دي.
چارواکو ویلي، چې هوايي ځواک په تېر یوه کال کې ۴ زره ۲۱۸ ماموریتونه او روزنیز پروازونه ترسره کړي، د بلیک هاګ الوتکو بیا رغونه، د هوايي چلند پوهنتون فعالول او د طبیعي پېښو له کبله د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، چې د هوايي ځواک له مهمو دندو څخه دي.
دغه راز د حضرت معاذ بن جبل ملي نظامي اکاډمۍ ته د دولسم ټولګي ۵۰۰ فارغان، د هوايي ځواک اکاډمۍ ته ۱۲۰، د حضرت نعمان بن ثابت ملي نظامي اکاډمۍ ته ۳۹۰ کسان معرفي شوي دي. دغه راز د حضرت عبیده بن جراح ملي پوهنتون څخه ۵ زره ۴۱۴ کسان فارغ شوي. همدارنګه قطعاتو او جزوتامونو ۱۲ زره ۷۸۱ منسوبان له روزنیزو کورسونو او د نظامي طب د بېلابېلو څانګو څخه د ۷۳ زدهکړیالانو په ګډون فارغ شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د مالي، اداري او تدارکاتي برخې اصلاح او بهیر یې بشپړ روڼ شوی دی.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان له فتحې سره په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی، جنګي فعالیتونه د پام وړ کم شوي او د ملکي تلفاتو ګراف صفر ته رسېدلی دی.
همدارنګه د ۶ اصولي اسنادو بیا کتنه او د پروسې لپاره عدلیې وزارت ته استول شوي او همدارنګه د دغه وزارت اړوند د جوړښتونو او څانګو د تنظیم لپاره د ۵۴ پالیسیو او طرزالعملونو تعدیل تر سره شوی دی.
ویل کیږي، چې د معلوماتو پر بنسټ د وسلو، جنګي تخنيکونو او پوځي تجهيزاتو برابرول، د هېواد په اووه امنيتي حوزو کې د عملياتو ترسره کول، د ملي اسلامي اردو د وړتیاوو لوړول، د ملي اردو د کشفي ظرفيتونو لوړول او د همغږۍ ډاډ ورکول شامل دي. د هېواد له دفاعي او امنیتي ارګانونو سره د تقنیني سندونو ترتیب او بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول د دغه وزارت د روان کال له نورو لومړیتوبونو څخه دي.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
