Connect with us

تازه خبرونه

په تېر کال کې نږدې ۱۵۰ زره  دوسیې حل شوي – ستره محکمه

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۱, ۱۴۰۲

د سترې محکمې چارواکو نن سې شنبه ( د زمري ۲۱ ) ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې ويلي؛ په تېر کال کې د دغې ادارې له‌خوا له ۱۴۹ زره ډېرې دوسيې حل شوي، چې ۱۲۰ زره دوسيې په ابتدايه محکمه، ۲۲ زره يې په استيناف محکمه او شپږ زره نورې په تمیز محکمه کې حل شوې دي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د ښځو د حقونو ۲۸۷۴  دوسیې حل شوي.

دوی ویلي؛ هیڅکله د بهرنیانو هغه فرمایشونه نه مني، چې د شرعي اصولو خلاف وي.

د سترمحکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني ویلي؛ په تېر کال کې د ښځو د حقونو ۲۸۷۴ قضيې حل شوي او دوی ژمن دي، چې د ښځو ټول حقوق له اسلامي شریعت سره سم ورکړي؛ خو هیڅکله به په دې اړه د بهرنیانو هغه فرمایشونه ونه مني، چې د شریعت خلاف وي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال د هېواد په درې محکمو کې ۴۳ زره ۶۳۰ دوسیې تر کار لاندې دي او په ولایتونو کې د تېر نظام  د سترې محکمې له محررینو څخه له دوه میلیون زیاتې افغانۍ جمع شوي او د سترې محکمې حساب ته ورزیاتې شولېږدول شوې دي.

د سترې محکمې د څرګندونو له مخې؛ حدود او قصاص خپل ځانګړي شرایط لري او دوی د بې ګنا وګړو د سر، مال او عزت د خوندیتوب او اصلاح لپاره کار کوي.

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوم‌لیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!