لوبی

په خوست ولایت کې د زرغون افغانستان جام دوه‌یم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد ویلي؛ دغه سیالۍ به په خوست ولایت کې د مهالوېش له مخې د غویی له ۹ تر ۲۷ / د اپریل میاشتې پر ۲۹ نېټه پیل شي، چې د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به روانې وي.

د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې، چې تېر کال ترسره شو، درې لوبډلو هندوکش سترایکرز، پامیر لیجیندز او میوند دیفیندرز ګډون درلود؛ خو د افغانستان کرکت بورد د جونیر چیمپینز په نوم څلورمه لوبډله هم یادو سیالیو ته اضافه کړه، چې په کې به د هېواد د نولس کلنې کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي برخه ولري او د هېواد د ملي لوبغاړیو ترڅنګ ولوبېږي او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړیو ترمنځ راتلونکیو سترو د آسیا او نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ونیسي.

د تېر کال په څېر دغه سیالۍ یو ځل بیا په یو ورځنۍ بڼه ترسره کېږي، چې په کې به یې هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ شي او د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ټولې ۱۳ سیالۍ وشي، چې وروستۍ پایلوبه یې د مې میاشتې پر ۱۷مه نېټه ترسره کیږي.

د نولس کلنې کم عمره لوبډلې ترڅنګ به په درې نورو ګډون کوونکیو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبېږي، چې راتلونکیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته ښه چمتو شي. دغه راز د هېواد ځوانو لوبغاړیو ته د پوره پرمختګ او غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د کورني کرکت یو شمېر ځوانو لوبغاړیو ته هم په یادو لوبډلو کې ځای ورکول کېږي، چې د خپلو ملي لوبغاړیو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان په دې اړه وایي، چې د یادو سیالیو لومړی پړاو په کامیابه بڼه ترسره شو او د نړیوالو سیالیو لپاره یې د ملي لوبډلې په چمتو کولو کې اغېزمن رول درلود، چې پرمټ یې افغان لوبډلې د زمبابوی په سفر خپلې شپږ واړه لوبې وګتلې او ډک لاسونه هېواد ته راستانه شول. دا، چې افغان لوبډله په نږدې راتلونکي کې نړیوالې سیالۍ لري؛ نو د افغانستان کرکت بورد غوره وګڼله، چې د یادو سیالیو دوه‌یم پړاو هم ترسره کړي، چې د راتلونکیو سیالیو لپاره افغان اتلان په ښه توګه چمتو کړي.

نوموړي زیاته کړې: دغه راز مونږ د لوبډلو شمېر هم څلورو ته لوړ کړ او د ځوانو اتلانو په نوم مو د نولس کلنې ملي لوبډلې د لوبغاړیو لپاره یوه جلا لوبډله جوړه کړه، چې له ملي اتلانو ترڅنګ ولوبېږي او راتلونکیو آسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته بشپړ چمتووالی ولري.

د یادونې ده، چې د زرغون افغانستان جام سیالۍ تېر کال د افغانستان د کورني کرکت په جوړښت کې ځای پر ځای شوي. د کورني کرکت په جوړښت کې د زونونو پر کچه د غازي امان الله خان لیست اې او د وزیر محمد اکبر خان ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ له وړاندې ځای لري او په یاد جوړښت کې د دې سترو لوبو شاملول به د کورني کرکت سیالیو ته نوره  تنوع ور وبښي، چې ورسره به د کورنیو یو ورځنیو سیالیو او په ټوله کې د کورني کرکت کیفیت نور هم لوړ شي.

Trending

Exit mobile version