تازه خبرونه
په دښته کې د مرګ له ګواښ سره مخ ۷ کسان وژغورل شول – د هلمند چارواکي
(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۲)
د هلمند ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي: د یوې کورنۍ اووه غړي له هغې وروسته، چې موټر یې خراب او په دښته کې بند پاتې ول؛ وژغورل شول.
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دغې کورنۍ اووه غړي د درې نرينهوو، يوې میرمنې او درې ماشومانو په ګډون تېره ورځ سهار يوولس بجې د بهرامچې ولسوالۍ په شګلنه دښته کې بند پاتې ول.
د یاد رياست د څرګندونو له مخې؛ ځايي چارواکو تېره شپه لس بجې د دې پېښې په اړه معلومات ترلاسه کړل او د بهرامچې د ولسوال عمري پر مشرۍ د لټون عمليات پيل شول.
یاد مسافر تېره شپه ۳ بجې پیدا او د ولسوالۍ مرکز ته راولېږدېدل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د يادو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او نن سهار (چارشنبه) خپل کور ته رخصت شول.