تازه خبرونه
په راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي
په پاکستان کې د قزاقستان سفیر یرژان کستافین په سیمهییزه همکارۍ او پرمختګ کې د افغانستان د اړین رول لوبولو د وړتیا په اړه ډاډ څرګند کړی دی.
له سما ټلویزیون سره په یوه وروستۍ مرکه کې هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د سیمې لپاره خورا اړین او مهم دی.
کستافین د شته ستونزو د حل لپاره پر ګډو امنیتي هڅو د ټینګار تر څنګ وویل: ” امنیت د ملا تیر دی. پرته له امنیت څخه نشوو کولی پرمختګ وکړو”.
دې ډیپلوماټ له ګاونډ هېوادونو سره پلان شوې اوسپنېپټلۍ ته ورته نوښتونه هم د بېلګې په توګه یاد کړل، چې څنګه سیمهییزې اړیکې پیاوړې کېدی شي.
هغه په سیمهییزو پروژو کې د ګډون لپاره د افغانستان لېوالتیا وستایله او څرګندوي؛ “په راتلونکو ۵ کلونو کې به مونږ د سیمهییزې همکارۍ یو بشپړ بل حالت ولرو.”
په پاکستان کې د قزاقستان سفیر ټینګار کړی، چې سیمهییز پرمختګ او امنیت سره تړلي دي او د پاکستان، افغانستان، قزاقستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ همغږې هڅې د سیمې د دوامداره سولې او سوکالۍ لپاره اړینې دي.