سیمه ییز خبرونه

په سيمه كې د هېوادونو نه همكاري د امنيت شورا له مصوبو سرغړونه ده- سپنتا

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاكار وايي:

په هېواد كې غير متوازنې نيونې او د ترهگرو اصلي پتڼځايونو ته د نړيوالې ټولنې نه پاملرنه په هېواد كې د نا رضايتۍ اصلي لاملونه دي.

نوموړى وايي:

په داسې حال كې، چې د افغانستان ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا ته زيان رسيږي؛ نو دا د آيساف دنده ده، چې ترې مخنيوى وكړي.

په كابل كې د افراطگرۍ او د نا رضايتۍ د ډېرودو د څېړلو لپاره  د كورنيو او بهرنيو څېړونكيو، ډيپلوماتانو او د پوهنتونونو د استادانو د جوړې شوې ناستې پايلې به ترراتلونكيو درې ورځو ولسمشرۍ ته وړاندې شي.

د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاكار رنگين دادفر سپنتا د اداري فساد زياتيدل، په يو شمېر چارو كې د دولت نا سم چلند او يو شمېر بهرني عوامل په هېواد كې د نا رضايتى اصلي لامل بولي او زياتوي، چې:

د نړيوالې ټولنې له خوا د ترهگرو اصلي پټنځايونو ته نه پاملرنه هم په هېواد كې د نا رضايتۍ او د افراطيت د زياتيدو يو بل لامل دى .

همدا راز په دغه ناسته كې د آيساف استازي په هېواد كې د نا رضايتۍ له څېړلو ملاتړ څرگند كړى او وايي:

په پام كې ده د دغې ناستې پايلې د تركيې او د بن دوه يم كنفرانس ته هم وړاندې شي .

د آيساف استراتيژيك ريس  بې جي هاريسون ټينگار څرگكند كړ، چې:

زما په نظر په راتلونكې مياشته كې، چې كومې دوه يا درې ناستې د افغانستان په باب جوړيږي د افغانستان د وضيعت د ښه كيدو لپاره گټورې تمامېدى شي.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاكار په داسې حال كې، چې د افغانستان د ملي حاكميت  ساتنه د آيساف اساسي دنده بولي؛ وايي، چې:

كه په سيمه كې كوم هېواد له ترهگرۍ سره په مبارزه كې همكاري ونه كړي؛ نو دا د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له مصوبې  ښكاره سرغړونه ده.

سپنتا ټينگاركوي، چې:

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا مكلفه ده، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې جدي چلند وكړي.

كه څه هم سپنتا په ځانگړي ډول د كوم هېواد نوم ياد نه كړ؛ خو د كارپوهانو په بارو د سپنتا اشاره پاكستان ته ده، ځكه په دې ورستيو كې د افغانستان او پاكستان اړيكې خرابې شوې او اسلام اباد له ترهگرو ډلو او په ځانگړي توگه د حقاني له ډلې ملاتړ كوي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version