سیمه ییز خبرونه
په سيمه كې د هېوادونو نه همكاري د امنيت شورا له مصوبو سرغړونه ده- سپنتا
د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاكار وايي:
په هېواد كې غير متوازنې نيونې او د ترهگرو اصلي پتڼځايونو ته د نړيوالې ټولنې نه پاملرنه په هېواد كې د نا رضايتۍ اصلي لاملونه دي.
نوموړى وايي:
په داسې حال كې، چې د افغانستان ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا ته زيان رسيږي؛ نو دا د آيساف دنده ده، چې ترې مخنيوى وكړي.
په كابل كې د افراطگرۍ او د نا رضايتۍ د ډېرودو د څېړلو لپاره د كورنيو او بهرنيو څېړونكيو، ډيپلوماتانو او د پوهنتونونو د استادانو د جوړې شوې ناستې پايلې به ترراتلونكيو درې ورځو ولسمشرۍ ته وړاندې شي.
د افغان ولسمشر د ملي امنيت سلاكار رنگين دادفر سپنتا د اداري فساد زياتيدل، په يو شمېر چارو كې د دولت نا سم چلند او يو شمېر بهرني عوامل په هېواد كې د نا رضايتى اصلي لامل بولي او زياتوي، چې:
د نړيوالې ټولنې له خوا د ترهگرو اصلي پټنځايونو ته نه پاملرنه هم په هېواد كې د نا رضايتۍ او د افراطيت د زياتيدو يو بل لامل دى .
همدا راز په دغه ناسته كې د آيساف استازي په هېواد كې د نا رضايتۍ له څېړلو ملاتړ څرگند كړى او وايي:
په پام كې ده د دغې ناستې پايلې د تركيې او د بن دوه يم كنفرانس ته هم وړاندې شي .
د آيساف استراتيژيك ريس بې جي هاريسون ټينگار څرگكند كړ، چې:
زما په نظر په راتلونكې مياشته كې، چې كومې دوه يا درې ناستې د افغانستان په باب جوړيږي د افغانستان د وضيعت د ښه كيدو لپاره گټورې تمامېدى شي.
د ولسمشر د ملي امنيت سلاكار په داسې حال كې، چې د افغانستان د ملي حاكميت ساتنه د آيساف اساسي دنده بولي؛ وايي، چې:
كه په سيمه كې كوم هېواد له ترهگرۍ سره په مبارزه كې همكاري ونه كړي؛ نو دا د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له مصوبې ښكاره سرغړونه ده.
سپنتا ټينگاركوي، چې:
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا مكلفه ده، چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې جدي چلند وكړي.
كه څه هم سپنتا په ځانگړي ډول د كوم هېواد نوم ياد نه كړ؛ خو د كارپوهانو په بارو د سپنتا اشاره پاكستان ته ده، ځكه په دې ورستيو كې د افغانستان او پاكستان اړيكې خرابې شوې او اسلام اباد له ترهگرو ډلو او په ځانگړي توگه د حقاني له ډلې ملاتړ كوي .
سیمه ییز خبرونه
د سپاه پاسدارانو د استخباراتو رییس ووژل شو
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له زیاتېدا سره هممهاله راپورونه ښیي، چې د امریکا او اسرائیلو په ګډ هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د استخباراتو مشر سید مجید خادمي وژل شوی او ایراني سرچینو هم دا خبر تائید کړی دی.
دغه راز ایران د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او څارګرو الوتکو بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
راپورونه ښيي، چې دې هېواد د بریدونو اووهپنځوسمه څپه پیل کړې ده.
تل ابیب هغه سیمه شمېرل شوې، چې څانګیزو بمونو له ټولو ډېره ځپلې او په اوسیدونکو کې یې وېره رامنځته شوې ده. د حیفا، پتح تیکوا ښارونه او د لویدیځې غاړې ځینې برخې هم پر نښه شوې دي.
راپورونه ښیي، چې د ایران پر تهران، بوشهر او اهواز ښارونو بریدونه شوي. په داسې حال کې، چې ایران د بغداد او سلیمانیې امریکایي اډې پر نښه کړې دي.
دغه راز اسرائیلو په لبنان کې د بیروت او نبطیه پر اړوند سیمو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د متقابلو بریدونو په سیمه کې د پراخو شخړو اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه2 days agoد کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه
-
نړۍ2 days agoټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days agoکابل د منځنۍ آسیا او افغانستان د مشورتي خبرو کوربتوب کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستاني رژیم په بریدونو کې سلګونه کسان «شهیدان» او زرګونه نور بېځایه شول
-
تحول3 days agoتحول: په منځني ختیځ کې د جګړې اوږدېدا
-
څار3 days agoڅار: د چین پر منځگړیتوب د کابل او اسلامآباد ترمنځ خبرې