تازه خبرونه
په سپین بولدک دروازه کې له خونړیو نښتو ۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستانیو او افغان ځواکونو په نښته کې ۱۵ عام وګړي وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
د پنجشنبې پر ماښام د افغان سرحدي او پاکستانيو ځواکونو تر منځ له هغې وروسته درنده جګړه وشوه، چې کله پاکستانيو ملېشه وو د سپین بولدک – چمن په ور کې پر را اوښتونکیو مسافرو ډزې وکړې.
د کندهار والي ویاند بهیر احمدي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپيان دي.
ملکي کسانو ته مرګ ژوبله تر ډېره د پاکستانيو ځواکونو له لورې پر سپین بولدک ولسوالۍ پر راتوغول شویو توغندیو اوښتې.
د پاکستان حکومت درې ورځې وړاندې سپین بولدک – چمن لاره د مسافرو پر وړاندې د پرانستلو اعلان کړی و، چې د کرونا له امله له تېرو څو میاشتو راپدیخوا بنده وه او لسګونه زره کسان، چې د دېورند فرضي کرښې له دې غاړې څخه بلوچستان ته تللي وه، له تېرو څو میاشتو راپدیخوا بند پاتې ول او په دې وروستیو کې یې چمن دروارې ته نږدې احتجاجي کږدۍ هم لګولې وه.
د اسلام آباد له اعلان سره سم د چارشنبې پر ورځ دوه ساعتونه لاره پرانستل شوه؛ خو د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان ملیشه ځواکونو د اعلان خلاف لاره بېرته وتړله، چې له کبله یې خلک راوپاریدل او پر دروازه یې ورودانګل.
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته له تیارسئ خبر ورکړی.
خبرپاڼه کاږي، چې د دیورند پر کرښې افغان ځواکونه مجهز شوي او د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو د دوام په صورت کې به بالمثل عمل کوي.
په کندهار کې هم امنیتي سرچینې وايي؛ د کندهار د امنیه قومندان تادین خان په مشرۍ سلګونه سرتېري، چې پر درندو وسلو سمبال دي د افغان سرحدي ځواکونو مرستې ته ور دانګلي دي.
تازه خبرونه
د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراجالدین حقاني
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.
سراجالدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بېپالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.
ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درېورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.
د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.
نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.
دغه راز نوموړي ویلي، چې هبةالله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بېوزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.
د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
تازه خبرونه13 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی2 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
