Connect with us

نړۍ

په غزه کې اوربند شونی دی – امریکا

د فلسطین حماس ډلې د یکشنبې پر ورځ له منځګړو وغوښتل، چې د غزې د اوربند د هوکړې لپاره د نویو خبرو اترو پر ځای د پخوانیو خبرو پر بنسټ یوه طرحه وړاندې کړي.

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا تمه لري، چې د غزې د سولې خبرې به له پلان سره سمې ترسره او اوربند ته زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دوی په دې باور دي، چې د اوربند تړون شونی دی که څه هم حماس په دې اړه شک شک ولري.

د فلسطین حماس ډلې د یکشنبې پر ورځ له منځګړو وغوښتل، چې د غزې د اوربند د هوکړې لپاره د نویو خبرو اترو پر ځای د پخوانیو خبرو پر بنسټ یوه طرحه وړاندې کړي.

تېره اوونۍ د امریکا، مصر او قطر مشرانو له اسرائیلو او حماس وغوښتل؛ د اګست پر پېنځلسمه به په قاهره یا دوحه کې د خبرو لپاره سره وګوري، چې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون تړون وروستی شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پاټل په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل؛ امریکا په بشپړه توګه تمه لري، چې خبرې اترې دوام ومومي او له ښکېلو اړخونو سره همکاري روانه وساتل شي، ځکه هوکړه اوس هم شونې ده.

هغه ویلي؛ مونږ تمه لرو، چې خبرې اترې پرمخ ولاړې شي. لکه څنګه، چې باید ترسره شي. ټول خبرې کوونکي باید میز ته راوړاندې شي او دا هوکړه پایلې ته ورسوي.

پاټل له دې ویلو ډډه وکړه، چې آیا خبرې به له حماس پرته پرمخ ولاړې شي او یا که واشنګټن له سیمه‌ییزو ونډوالو سره د هغوی د ګډون د ډاډ لپاره کار کوي او که ترې ډډه وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د مې پر دېرشمه په یوه وینا کې د درې پړاویز اوربند وړاندیز وکړ. واشنګټن او سیمه‌ییزو منځګړو له هغه وخت راپدېخوا هڅه کړې، چې په غزه کې د یرغمل شویو بندیانو لپاره د اوربند تړون تنظیم کړي؛ خو له پرله‌پسې خنډونو سره مخ شوی دی.

د حماس جنګیالیو د اسرائیلو په سویل کې د اوکتوبر پر اوومه د اسرائیلو د څرګندونو له مخې ۱۲۰۰ کسان چې ډېري یې ملکي وګړي وه؛ ووژل او له ۲۵۰ ډېر یې یرغمل کړل.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ له هغه وخت راپدېخوا اسرائیلو په غزه کې پر هوایي او ځمکنیو بریدونو شاوخوا ۴۰ زره فلسطینیان ووژل، زرګونه کسان ټپیان او نږدې ټول ښارونه ویجاړ او زرګونه خلک کډوال او بې‌ځایه شول.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!