سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د بشري حقونو نړيواله ورځ و نماځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دسمبر لسمه د بشري حقونو له نړيوالې ورځې سره سمه ده، دا ورځ هركال په ټوله نړۍ كې نمانځل كېږي.

په افغانستان كې دا ورځ په داسې حال كې نمانځل كېږي، چې د بشري حقونو ټينگښت له گڼو ستونزو سره مخ ده.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون په افغانستان كې له بشري حقونو څخه په سرغړونه اندېښنه ښيي.

د بشري حقونو د خپلواك كميسيون اجرايوي رئيس موسى محمودي وايي:

كه څه هم د بشري حقونو په برخه كې ډېر پرمختگونه شوي، خو بيا هم نا امني، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي، له ماشومانو ناوړه استفاده په دې برخه كې جدي ستونزې دي.

هغه خبردارى وركوي، چې كه دولت په دې برخه كې جدي پاملرنه ونه كړي له ۲۰۱۴م كال وروسته به دا ستونزې زياتې شي.

ښاغلى محمودي ټينگار كوي، چې تراوسه هم ډېر بنسټونه او خلك بشري حقونه په پام كې نه ساتي، هغه له دولت څخه غواړي، چې د بشري حقونو له خپلواك كميسيون سره جدي همكاري وكړي.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون په ۱۳۸۱ ل كال كې په افغانستان كې په كار پېل وكړ.

Trending

Exit mobile version