لوبی
په كابل كې د فوتبال ښځينه سيالۍ د ميهن ټيم په اتلولۍ پاى ته ورسيدې
د وروستي پړاو په وروستيو شېبو كې ميهن ټيم اميد فردا ته دوه د صفر په مقابل كې ماته وركړه
او عدالت ټيم آینده سازان پريو گول له ماتې سره مخ كړل او د سياليو لوبه پاى ته نږدې شوه.
په دغو سياليو كې اميد فردا ټيم د پنالتي پر گوزار د آينده سازان ټيم له ماتې سره مخ كړاو درېيم مقام يې خپل كړ.
په دوه يمه لوبه كې ميهن ټيم عدالت ته ماته ور په برخه كړه او د څلور گولونو په ترسره كولو يې د اتلوالۍ نوم وگټلو.
د فوتبال فډراسيون او د ښځينه كمټې مسوولينو د لوبو په پاى كې ۱۸ څېرې غوره لوبغاړي ونومول او هغو ته يې د افغانستان د ښځو په ملي لوبډله كې د گډون او لوبې كولو بلنه وركړه
لوبی
ډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډېزرټ وایپرز لوبډلې د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ (ILT20) د څلورم پړاو په پایلوبه کې د امآی امارات لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د دې سیالیو اتلولۍ وګټله.
دا لوبه، چې د یکشنبې پر شپه په دوبۍ کې ترسره شوې؛ ډیزرټ وایپرز په ۲۰ اورونو کې ۲۰ د څلور ویکټو پر زیان ۱۸۲ منډې وکړې.
د ډیزرټ وایپرز لوبډلمشر انګلستاني سام کوران پر یوازې ځان ۷۴ منډې وکړې او مکس هولډن هم ۴۱ منډې ورزیاتې کړې.
د امآی امارات لوبډله، چې د تېر پړاو اتله وه؛ په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۳۶ منډو پر تر سره کولو وسوځېده او ونه توانېده ټاکل شوې موخې ته ورسېږي. د پاکستان نسیم شاه او د انګلستان ډېوېډ پاین هر یو درې ـ درې ویکټې واخیستې.
سام کورن د ۳۹۷ منډو پر کولو د سیالیو تر ټولو ډېرې منډې کوونکی لوبغاړی شو. په داسې حال کې، چې د افغانستان وقار سلامخېل او د متحده عربي اماراتو اجی کومار هر یو د ۱۸ ویکټو پر اخیستو په ګډه د سیالیو غوره ویکټ اخیستونکي وپېژندل شول.
لوبی
د افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د هندبال فدراسیون رییس هدایتالله کامهوال د دې سپورټي څانګې په نړیوال کانګرس کې، چې په مصر کې ترسره شو؛ ګډون وکړ.
دغه ناسته د هندبال نړیوال فډراسیون د ۱۰۷ غړو هېوادونو د استازو په ګډون په قاهره کې جوړه شوې وه.
دا نړیوال کانګرس د ډسمبر له نولسمې تر دوهویشتمې پورې روان و، چې په کې د هندبال د نړیوال او آسیايي فډراسیونونو ټاکنې هم ترسره شوې.
د ټاکنو په پایله کې مصري حسن مصطفی د تر ټولو ډېرو رایو پر ترلاسه کولو د څلورو کلونو لپاره د هندبال نړیوال فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
دغه راز د آسیايي برخې په ټاکنو کې بدرمحمد ذیاب صالحالذیاب د هندبال د آسیايي فډراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د هندبال فډراسیون مسوولانو ویلي، چې د دې نړیوال کانګرس په څنډه کې یې د هندبال له لوړو پوړو چارواکو سره په ځانګړې توګه د اسیايي هندبال د نوي رییس سره، لیدنې کړې دي. د دوی په وینا، د آسیايي هندبال رییس په دې لیدنه کې د افغانستان د هندبال پر پراختیا، ملاتړ او پرمختګ ټینګار کړی دی.
په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان ګډون د سپورټي اړیکو د پیاوړتیا، د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو او د هېواد د هندبال د ودې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو او محدودیتونو سره مخ و.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړیتوب ډډه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
-
سوداگري5 days agoد پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغان او عماني سیالانو د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو پر غځولو خبرې وکړې
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان په اړه د پاکستان وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون
-
څار5 days agoڅار: له افغانستان څخه وتل او د امریکا د اعتبار خرابېدا ارزونه
-
سوداگري4 days agoهندي کارپوهانو افغانستان ته پر هوایي صادراتو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت رهبر د انرژۍ او کلیو د پراختیا وزیران بدل رابدل کړل

