سیمه ییز خبرونه

په كابل كې هندوانو د هندو سوزان غوښتنه څرگنده كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې لسگونه هندوانو خبردارى وركړى كه دولت يې ستونزو ته پام ونه كړي؛ نو په راتلونكيو ټاكنو كې به له گډون ډډه وكړي او له هېواده به ووځي.

دا كسان له هغې وروسته په غصه شول، چې د كابل په قلاچه كې خلكو د خپل مړي سوزولو ته پرينښودل.

د كابل پوليس وايي:

د دغو كسانو د حقونو په ترلاسه كولو كې به هيڅ راز هڅې ونه سپموي.

په كابل كې د جمعې په ورځ(د لړم ۲۶) لسگونه اهل هنود هېوادوالو، چې يو مړى يې هم له ځان سره ليږداوه؛ ولسمشرۍ ته ورڅيرمه واټ د څو ساعتونو لپاره تړلى و او د شعارونو په وركولو يې د خپلو حقونو غوښتنه كوله.

د مشرانو جرگې غړې اناركلي هنريار وايي:

د كابل قلاچه د هندوانو د مړو د سوزولو ځانگړې سيمه ده؛ خو يو شمېركسان د د دغو مراسمو مخه نيسي او هغه سيمې ته يې نه پريږدي.

لاريونكوونكي وايي:

امنيتي ځواكونوهم د سيمې له خلكو ملاتړ كړى دى.

د كابل د امنيه كوماندانۍ مرستيال داود امين له دې كسانو سره د پوليسو د ناوړه چلند ادعا ردوي او وايي:

پوليس د دغو كسانو د حقونو د ترلاسه كولو هڅې كوي، چې د دوى حقونه تر پښو لاندې نه شي.

بل خوا دغه هندوان وتوانيدل، چې د پوليسو په همكارۍ خپل مړى وسوزوي .

دا په داسې حال كې ده، چې له دې وړاندې كابل ښاروالۍ د اهل هنودو د مړو د مراسمو لپاره ځاى ځانگړى كړې و؛ خو تراوسه دا ځاى نه دى چمتو شوى او ښايي چارې يې تريوكال پورې وخت ونيسي.

Trending

Exit mobile version