سیمه ییز خبرونه
په كابل كې څه نا څه اته زره كيلو گرام چاوديدونكي توكي كشف او نيول شوي دي
د ملي امنيت لوى رياست وايي:
په يوه موټر كې بار څه نا څه اته زره كيلو گرام چاوديدونكي توكي كشف او نيول شوي دي.
د دې پروگرام د شنډولو پر مهال د ملي امنيت لوى رياست پېنځه تنه وژلي او دوه نور نيول شوي دي.
د ملي امنيت لوى رياست د حقاني شبكه او د طالبانو د كويټې شورا د دغه پروگرام پلان جوړونكي بولي.
د ملي امنيت لوى رياست وياند شفيق الله طاهري وايي:
د كابل ښار د الوخېل په سيمه كې د يو لړ عملياتو پر مهال څه نا څه اته زره كيلو گرام چاوديدونكي توكي په يوه لارۍ كې په ډېر مهارت ځاى په ځاى شوي ول، چې هدف ته له رسيدو وړاندې افغان امنيتي ځواكونو ونيول.
ښاغلى طاهري وايي:
د دې توكو د ويجاړتيا قدرت تر يو نيم كيلو مترو پورې و او كه كشف شوي نه واى، د كابل ښار ستره برخه به نه يوازې ويجاړه ، بلكې كابل ښاريان به هم له مرگ و ژوبلې سره مخ شوي واى.
څرگنده نه ده، چې د دې بريد موخه د كابل ښار كومه سيمه وه؛ خو امنيتي ځواكونو د كشف شوي موټر تر څنگ يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.