سیمه ییز خبرونه

په كابل ښاركې هيڅوك د تاوتريخوالي د را منځته كولو اجازه نه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه څه هم د ولسي جرگې د لومړي مرستيال د ساتونكيو له خوا د يو ملي پوليس د وهلو- ټكولو له كبله د ولسي جرگې يو شمېرغړيو بښنه غوښتې؛ خو د كابل پوليس وايي، چې:

په دې پېښه كې د ښكېلو كسانو دوسيې به ډېر ژرڅارنوالۍ ته وليږل شي.

د كابل امنيه كوماندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې رييس وايي، چې:

هيچا ته به اجازه ورنكړي، چې په ښاركې تاوتريخوالى را منځته كړي.

څو ورځې وړاندې د ولسي جرگې د لومړي مرستيال طاهر قديرد ساتونكيو له خوا يو ملي پوليس وهل شوى او ټكول شوى و.

د كابل د امنيه كوماندانۍ د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې رييس جنرال محمد ظاهر ظاهر وايي:

څو ورځې وړاندې د ولسي جرگې د لومړي مرستيال ساتونكيو پر يو پوليس بريد كړى او هغه يې وهلى- ټكولى دى.

د ولسي جرگې غړى عبدالطيف پدرام وايي:

له دغې پيښې وروسته د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د كابل له پوليسو بښنه وغوښته .

د ولسي جرگې د لومړي مرستيال ساتونكى، چې دا پولس يې وهلى هم بښنه غواړي او وايي،  چې:

دا كار يې قصدي نه دى كړى.

جنرال محمد ظاهر ظاهر په دغه پېښه كې ښكېل خلك زورواكان بولي او زياتوي، چې:

د دغو كسانو لپاره يې يو دوسيه چمتو كړې، چې ډېر ژر به څارنوالۍ ته وليږل شي.

نوموړى خبردارى وركوي كه هرڅوك كوښښ وكړي، چې تاوتريخوالۍ را منځته كړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

Trending

Exit mobile version