Connect with us

تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې د موټربم برید مرګ و ژوبله ۱۳۶ کسانو ته پورته شوې

خپور شوی

د

د لوګر د مرکز پل علم ښار په یوه میلمستون کې له ازرې ولسوالۍ څخه پر راغلیو زدکوونکیو د چاودنې د وژل شویو شمېر ۲۶ او د ټپیانو ۱۱۰ ته پورته شوی دی.

د لوګر مرکز پل علم ښار کې د روژه ماتي پر مهال دغه خونړی برید د مازدا موټر پر مټ ترسره شوی، چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.

میلمستون، چې د برید هدف ګرځېدلی، مرکزي روغتون ته نږدې پروت دی او شاوخوا یې د خلکو کورونه دي، چې په هر کور کې خلک ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د موټربم چاودنې ټول قربانیان هغه زدکوونکي دي، چې د کانکور آزموینې لپاره پل علم ښار ته راغلي وه.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ویلي؛ د ماښام نږدې اووه بجې وې، چې چاودنه رامنځته شوه. ټول وژل شوي کسان هغه ردکوونکي دي، چې د کانکور آزموینې لپاره راغلي وه.

د لوګر مرکزي روغتون د چاودنې سیمې ته نږدې پروت دی، چې روغتون هم وران شوی او ناروغانو ته هم ځاني زیان رسېدلی دی.

لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ويلي؛ په دې چادنه کې هټۍ او مارکېټونه تخریب شوي او د ولایتي روغتون په ګډون په سیمه کې لسګونه کورونه هم وران شوي دي.

په پل علم کې خلکو ويلي هټۍ يې تخریب شوي او ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي دي.

دوی د لوګر ناسم امنیتي وضیعت اندېښمن کړي او وايي، هره شپه جګړه وي او له حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

د پل علم ښار اوسیدونکي وایي، چې د دې چاودنې غږ تر شل کیلو مترو پورې رسېدلی او په ښار کې یې ډېره وراني کړې ده.

په لوګر کې موټر بم چاودنه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې؛ ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر او نورو سیاسي څېرو، اروپایي ټولنې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت، د بریټانیا او فرانسې سفارتونو او په افغانستان کې د څو هېوادونو استازولیو دا برید غندلی او د دا راز بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه لري.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر دا برید په سختو ټکو کې غندلی او وایي، چې دا ډول بې ګټې بریدونه باید پای ومومي او د افغانستان خلک سولې ته ورسيږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې دا برید غندلی او وایي، چې دا ډول تاوتریخوالی باید په افغانستان کې ودریږي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک د بریدونو د ډېروالي اټکل کوي او وایي، چې امنیتي حالت به په راتلوونکیو میاشتو کې نور هم خراب شي.

ډېر خلک اندېښمن دي، چې له افغانستان څخه به په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکوونو له وتو وروسته د طالبانو بریدونه ډېر شي، چې اصلي قربانیان به یې هم ملکي وګړي وي.

په همدې حال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر د تاوتریخوالي له ډېروالي سره جوخت په رسمي توګه پیل او ۱۰۰ بهرني سرتېري تېره ورځ وتلي دي.

سپینې ماڼۍ منلې، چې ۱۰۰ سرتېري یې له افغانستان څخه وتلي دي.

ناتو هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستلو بهیر پیل کړی دی.

د مې لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو د لومړۍ ورځې سره بابره ده او د سپتمبر تر ۱۱ به دوه زره پېنځه سوه امریکایي سرتېري له شل کلن پوځي ماموریت وروسته په شاوخوا څلورو میاشتوکې افغانستان پرېږدي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی و.

Published

on

 

د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر عمومي رییس او سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د ډیپلوماسۍ او د دې ټولنې د هڅو په اړه علمي وینا او څرګندونې کړې دي.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسوولانو هم ګډون کړی و.

محمد بن سعید العیاش په خپله وینا کې د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر ارزښت، مهمو وسایلو او کاري میکانېزمونو خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د اسلامي همکاریو ټولنې د تاریخ، بېلابېلو اداري او تشکیلاتي جوړښت معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همدارنګه د اسلامي همکاریو ټولنې په سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د افغانستان په اړه د شویو پرېکړو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې په کابل کې د دې ټولنې دفتر د یادو پرېکړو د پلي کېدا بهیر څاري.

د نوموړي د وینا یوه مهمه برخه په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې هڅو او رول ته ځانګړې شوې وه.

د غونډې په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او لیدلوري شریک کړل او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او اندونه وړاندې شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه

اسوشیتیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس لسګونو غړیو افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته لېږلو په صورت کې د شکنجې، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړه.

Published

on

 

د امریکا په نیویارک کې یوې فډرالي محکمې د سې‌شنبې پر ورځ په لنډمهالي بڼه د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان ودراوه، چې له مخې یې په امریکا کې نیول شوي افغان وګړي پاکستان یا افغانستان ته لېږدول کېدل.

اسوشیتیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او د امریکا د کانګرس لسګونو غړیو افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته لېږلو په صورت کې د شکنجې، ځورونې او ان د مرګ له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړه.

فډرالي قاضي والري کاپروني په یوه حکم کې امریکايي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې تر شنبې ورځې پورې د دغو افغانانو له لېږدولو ډډه وکړي.

د دغه حکم له صادرېدا مخکې د امریکا حکومت محکمې ته ویلي وه، چې د دې هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو اداره لږ تر لږه د اوونۍ تر پایه پاکستان یا افغانستان ته د افغان وګړو د لېږدولو لپاره د چارټر یا سوداګریزو الوتنو پلان نه‌لري.

د محکمې د هغو اسنادو له مخې، چې اسوشیتیډ پرس ترلاسه کړي، د امریکا حکومت پلان درلود، چې د دوشنبې پر ورځ د لويیزیانا ایالت له توقیف‌خونو څخه یو شمېر افغان کډوال په الوتکو کې پاکستان ته ولېږدوي.

دغه راز د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې له ۶۵ ډېرو غړیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ته په یوه لیک کې د زیان‌منونکو افغانانو د لېږدولو په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د دغو کسانو بېرته لېږل ښايي هغوی د شکنجې، څارنې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.

د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو ويلي؛ له ۸۰ ډېرو افغان وګړو وروسته له هغې له بشري حقونو بنسټونو سره اړیکې نیولي، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې له پاکستان څخه د احتمالي لېږدولو په اړه خبرتیاوې ورکړې دي. په دغو کسانو کې ښځې، د پولیسو یو افسر، د مذهبي لږکیو غړي او هغه کسان شامل دي، چې د کورنۍ غړیو یې د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې ده.

د اسلامي امارت غبرګون

پاکستان ته د افغان وګړو د لېږدولو په اړه د راپورونو له خپرېدا وروسته د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د حکومت جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د وګړو د برخلیک په اړه د پرېکړې پر مهال د هغوی مشروع حقونه او غوښتنې په پام کې ونیسي.

نوموړي ټینګار کړی، چې درېیم هېوادونه باید د یوه هېواد د وګړو د حقونو له په پام کې نیولو پرته د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه ونه‌کړي.

د لېږدول شویو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې

د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته لېږل ښايي هغوی له خپل‌سرو نیونو، اعدام، په عام محضر کې د دورو وهلو او غچ‌اخیستونکو تاوتریخوالو له ګواښ سره مخ کړي.

د افغان ایواک (AfghanEvac) بنسټ مشر شان ونډایور د محکمې له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه یو لنډمهالی فرصت دی، نه د افغانانو د لېږدولو د مخنیوي د هڅو پای.

هغه ټینګار کړی، چې په امریکا کې د نیول شویو افغان وګړو د خوندیتوب لپاره مبارزه به روانه وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي

د «یوراشیا‌نیټ» خبري اوب‌پاڼې په یوه راپور کې لیکلي؛ قزاقستان له دې مخکې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د یو میلیارډ ډالرو ته د لوړولو په اړه خوشبین و؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالره اټکلوي.

Published

on

 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر وړاندې پر یوه مهم خنډ بدلې شوې دي او د سیمې د هېوادونو هغه پراخ پلانونه یې له جدي ننګونو سره مخ کړي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره یې جوړ کړي دي.

د «یوراشیا‌نیټ» خبري اوب‌پاڼې په یوه راپور کې لیکلي؛ قزاقستان له دې مخکې له پاکستان سره د سوداګرۍ د کچې د یو میلیارډ ډالرو ته د لوړولو په اړه خوشبین و؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیت شاوخوا ۶۴۵ میلیون ډالره اټکلوي.

دا ارزونه د نومبر پر لومړۍ په آستانه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین او د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په یوه غونډه کې وړاندې کړې ده.

دغه راز ازبکستان هم پلان لري، چې په راتلونکو پنځه کلونو کې له پاکستان سره د خپلې کلنۍ سوداګرۍ کچه دوه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي؛ خو سوداګریز معلومات ښيي، چې دې موخې ته رسېدل به آسانه نه‌وي.

د ۲۰۲۴ز.کال د څرګندونو له مخې، پاکستان ازبکستان ته د ۱۲۹ میلیون ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړي او ازبکستان پاکستان ته د ۲۵۷ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.

دغه راز د ۲۰۲۵ز.کال سوداګریز معلومات ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچې بدلون نه‌دی کړی.

یوراشیا‌نیټ زیاته کړې؛ که څه هم د سیمې چارواکي په رسمي غونډو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته لږه نغوته کوي؛ خو د اسلام‌آباد او اسلامي امارت ترمنځ پوځي نښتې د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا د بهیر د ټکني کېدا یو لامل دي.

دغو کړکېچونو نه‌یوازې د سوداګرۍ او توکو د لېږد لارې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي، بلکې په افغانستان او سیمه کې یې د بې‌ثباتۍ د پراخېدا په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

همدارنګه د افغانستان د ثبات په اړه د« مسکو فرمټ» د اوکټوبر په غونډه کې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ اختلافات هم څرګند شول؛ دا غونډه د ترهګرۍ پر موضوع د اختلاف له کبله د ګډې اعلامیې له خپرولو پرته پای ته ورسېده.

له دغو ننګونو سره – سره پاکستاني چارواکي اوس هم د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د آزادو اوبو د لاسرسي لپاره د خپل هېواد د بندرونو پر ارزښت ټینګار کوي او دغه بندرونه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره سټراټیژیکې دروازې بولي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام کولی شي د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د افغانستان د رول د پیاوړتیا بهیر له ډېرو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه د ټرانزیټي لارو امنیت، سیاسي ثبات او سیمه‌ییزې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا اساسي عوامل دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!