سیمه ییز خبرونه
په لوگر كې د تښتول شوي ثابت د خلاصون عمليات چټك شول– محمد ظاهر
د کابل امنیه كوماندانۍ د جنايي جرمونو څېړلو رييس محمد ظاهر وايي، چې:
د تښتوونكيو له منگولو د هېواد د پخواني لوى څارانوال عبدالجبار ثابت د خلاصولو په خاطر په لوگر، كابل او ميدان وردگو ولايتونو كې عمليات پيل شوي دي.
پخوانی لوى څارنوال عبدالجبار ثابت د پنجشنبې په ورځ(د تلې ۱۴) د ماسپيښين په درې بجو د چهارآسیاب ولسوالۍ د سقاوې دښتې په سیمه كې هغه وخت د نامعلومو وسله والو لخوا وتښتول شو، چې نوموړي له خپلو ځمکو او کروندو لیدنه کوله.
د كابل ولايت د امنيه كوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د څېړنو رييس محمد ظاهر وايي، چې:
د پنجشنبې له درې بجو بيا د شپې تر يوولسو بجو امنيتي ځواكونو د تښوونكيو د موندلو لپاره عملياتو ته دوام وركړاو دا په ډاگه شوه، چې پخوانى څارنوال ثابت تښتوونكيو د لوگر ولايت له لارې ميدان وردگو ته ليږدول شوى او اوس دوى په كابل ، لوگر او ميدان وردگو ولايتونو كې عمليات چټك كړي دي.
محمد ظاهروايي:
معلومه نه ده، چې ثابت چا تښتولى، خو كيداشي وسله والو طالبانو تښتولى وي.
نوموړى دا هم وايي، چې:
په سيمه كې د ځمكو پرسرهم ستونزې موجودې دي، چې امكان لري ثابت له وسله والو پرته بل چا تښتولى وي؛ خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له آريانا راډيو- ټلويزيون سره په خبرو كې د ثابت د تښتولو په اړه بې خبري څرگنده كړې؛ خو وايي، چې په دې اړه يې څېړنې پيل كړي دي.
د ميدان وردگو ولايت امنيتي مسوولين هم وايي، چې:
دوى هغه لارې تر څار لاندې نيولي، چې د لوگر له ولايت څخه ميدان وردگو ته ورغلي دي.
سیمه ییز خبرونه
د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
سیمه ییز خبرونه
د کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د کویټې ښار په څنډه کې د طبیعي ګاز نللیکه له چاودنې سره مخ شوې، چې له کبله یې څو سیمو ته د ګاز رسولو چارې ځنډېدلې دي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ویلي؛ د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار په څنډه کې نامعلومو کسانو د ګاز رسولو یوې ۱۸ انچه نللیکې ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې پېنځه سیمې له ګاز رسولو بې برخې شوې دي.
هیچا د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو په سیمه کې بیلتون غوښتونکي وسلوال هڅې لري.
بیلتون غوښتونکي له اوږدې مودې راپدېخوا له حکومت سره جګړه کوي؛ حکومت او پوځ پر نښه کوي. دوی په اسلامآباد کې مرکزي حکومت تورنوي، چې ځایي خلک یې له هغه څه څخه بېبرخې کړي، چې دوی یې خپل حق ګڼي.
د سویلي سویي ګاز شرکت ویاند ډاډ څرګند کړی، چې انجینرانو د نللیکې پر رغولو کار پیل کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
پاکستان د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستېې کوربتوب ترسره کړ، چې خبرې په کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو راوڅرخېدې.
د اسلامآباد په ترسره شویو خبرو اترو کې د هرمز تنګي د بیا پرانستلو او د انرژۍ د حیاتي لارې په اوږدو کې د بار وړلو د بیا پیلولو پر وړاندیزونو بحث وشو.
د غونډې له لومړۍ ورځې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د سیمې د هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو «په سیمه کې د جګړې د ژر او دوامداره پای ته رسولو لپاره د ممکنه لارو په اړه بحث وکړ.»
هغه دا هم ویلي، چې ګډونوالو ته په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د امکان په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې ایران د امریکا د هر ډول ځمکني برید خبرداری ورکړی او همدارنګه د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د روانې نښتې پر مهال په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په خلیج کې د بار وړلو د مدیریت لپاره ځینې وړاندیزونه هم شوي دي.
د هرمز تنګی پخوا د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګازو د نږدې پېنځمې برخې لپاره د ټرانزیټ لارې په توګه کار کاوه؛ خو پر ایران د امریکا او اسرائیلو له هوایي بریدونو وروسته له دې لارې تګ راتګ محدود شوی دی.
اسحاقدار ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو په ډیپلوماټیکو هڅو کې د پاکستان له رول ملاتړ کړی او چین هم د دې نوښت لپاره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په اسلامآباد کې د سیمهییزو هېوادونو (پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر) د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول ناستې د دغو هېوادونو لهخوا رامنځته کیږي او ایران په کې هيڅ راز ګډون نهکوي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
-
نړۍ4 days agoله برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد کویټې ښار په څنډه کې د ګازنللیکه له چاودنې سره مخ شوې
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoاسلامي رفاه بنسټ د افغان- پاکستان کړکېچ د کمېدا او بېځایه شویو ته د مرستو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد پېښور جرګې د نښتو پر درولو او خبرو پیلولو ټینګار څرګند کړ
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د غېږنیونې غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړ

