سیمه ییز خبرونه
په مزار شريف كې د ځانمرگو بريدونو په تور د څلور تنو له نيول كيدو خبر وركړ شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بلخ والي وايي:
څلور داسې ترهگر نيول شوي، چې په نوروز كې يې د چاودنو او ځانمرگو بريدونو نيت درلود.
د بلخ والي عطا محمد نور زياته كړه:
د افغانستان د خلكو دښمنان هڅې كوي، چې نوروز ميله گډوډه شي، خو د بلخ امنيتي چارواكو بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي.
سيمه ييز چارواكي وايي، چې:
د نوروز د امنيت لپاره د خلكو همكاري ډېره اړينه ده.
كه څه هم ترهگر تل هڅه كوي، چې نوروز ميله گډوډه كړي؛ خو تر اوسه بريالي شوي نه دي.
نوروز د افغانستان لرغونې ميله ده او هر كال په دې ميله كې د گډون په موخه زرگونه وگړي د هېواد له گوټ گوټ څخه مزار شريف ښار ته ځي.