Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار زندان کې له روان بریده تر دې دمه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي

خپور شوی

د

د ننګرهار پر محبس په روان وسلوال برید کې تردې دمه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي.

د ننګرهار له زندان څخه له ۱۴ ګړیو وروسته هم د سپکو او درندو وسلو ډزې اوریدل کېږي. د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ويلي؛ تراوسه د دې برید له کبله ۲۱ مړي او ۴۳ ټپیان روغتونو ته لیږدول شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ بریدګرو په محبس او ورته مخامخ په شرق نومې پلازه کې سنګرونه نیولي دي.

هغه  وايي، تراوسه ۷۰۰ تښتیدلي زندانیان، د امنیتي ځواکونو له خوا بېرته نیول شوي او خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

له محبس څخه راوتلی اسلام الدین نوم آریانانیوز ته ویلي؛ شپږ بریدګر، چې پر سرونو یې تورې ټوټې تړلې وې او ژوندی دې وي اسلامي خلافت چغې یې وهلې؛ زندان ته را د ننه شول.

تښتیدلي بندي دا هم ویلي، چې بریدګرو د امنیتي ځواکونو لباس اغوستی و او زندانیانو ته یې ویل، ژر له زندان څخه ووځي کنې وبه وژل شئ.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهرعادل ويلي؛ د ښار په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.

هغه وايي، تراوسه ورته ۵۰ ټپیان وروړل شوي، چې د ۱۳ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. په قربانیانو کې امنیتي سرتېري، زندانیان او ملکي وګړي شته او  ځېنې کسان په کورونو کې هم ژوبل شوي.

د برید له کبله د تښتېدلیو زندانیانو شمېر خورا مهمه ده؛ خو تر دې دمه کره شوی ندی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائيدوي، چې یوشمېر زندانیان تښتېدلي  خو وايي کره شمېره یې نه ده معلومه.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانانیوز ته ویلي، چې سلګونه زندانیان پر تېښته بریالي شوي، چې په کې وسله وال طالبان، د دعش اړوند جنګیالي، انسان تښتوونکي او نور جنايي بندیان شته.

داعش د دې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او څرګندوي، چې د برید له کبله د دوی یو شمېر کسان پر تېښته بریالي شوي دي.

د محبس د ننه یو شمېر بند پاتې زندانیان وايي، بریدګر پر اردو ژبه خبرې کوي او ښه مجهز دي.

کورنیو چارو وزارت تېر ماښام په ډاګه کړې، چې مازیګر شاوخوا ۶:۴۵ وسلوالو بریدګرو د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د محبس په ور کې یو موتر بم چاودنه کړې او بیا له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د دې ولایت پر مرکزي محبس له داعش جنګیالیو سره په څه نا څه ۲۰ ګړیو نښته کې  ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.

 د یادونې ده، چې داعش دغه برید د اسدالله اورکزي له ږژنې یوه ورځ وروسته رامنځته شوی دی .

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!