Connect with us

سوداگري

په ننګرهار کې د تازه مېوو او سابو صادروونکي پاکستان ته د صادراتو له بهیره اندېښمن دي

 په ننګرهار کې سوداګرد پاکستان پر حکومت نیوکه کوي، چې د اپټا د قانون خلاف د سوداګريزو مالونو د راکړي ورکړې پر وړاندي خنډونه جوړ وي او وخت ناوخت د سياسي کشمکشونو له کبله د تورخم لار د وارداتو او په ځانګړي ټوګه د تازه میوو او سایو د صادراتو پرمهال تړي، چې له کبله يې سوداګر او کاروباریان ميليونه افغانۍ زيان ويني.

خپور شوی

د

د ننګرهار د تازه مېوو او سابو صادرونکي وايي، پاکستان ته د خپلو توکو د صادرولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په ننګرهار ولايت کې د ميوو او سابو سوداګر او کاروباریان نيوکه کوي، چې د پاکستان حکومت د حاصلاتو د صادریدو پرمهال خنډونه جوړوي، چې کبله يې افغانان زیان ويني. 

د تورخم دروازې بندیدل او وخت ناوخت په غیر قانوني ډول پر افغان صادراتو د لوړو ټکسونو وضع کول هغه څه دې، چې دوی یې له سرخوږي سره مخ کړي دي.

د ختیځې سیمې او د هېواد د يو شمېر نورو ولایتونو تازه میوې او سابه ډېر کله د ننګرهار اړوند د تورخم له لارې پاکستان ته صادریږي.

 په ننګرهار کې سوداګرد پاکستان پر حکومت نیوکه کوي، چې د اپټا د قانون خلاف د سوداګريزو مالونو د راکړي ورکړې پر وړاندي خنډونه جوړ وي او وخت ناوخت د سياسي کشمکشونو له کبله د تورخم لار د وارداتو او په ځانګړي ټوګه د تازه میوو او سایو د صادراتو پرمهال تړي، چې له کبله يې سوداګر او کاروباریان ميليونه افغانۍ زيان ويني.

دوی همدراز له حکومته غواړي، چې د دغو زیانونو د مخنيوي لپاره پر کور دننه سړې خونې جوړي کړي.

دغه سوداګرو تل له حکومتونو غوښتي؛ سوداګري دې له سیاست څخه جلا کړي، چې د دواړو خواوو سوداګر او ځایي خلک له زیاننېدو وژغورل شي.

د سابو او میوو د اتحاديې مسوولین د پاکستان د حکومت له دې کړنو سرټکوي او وايي؛ وخت ناوخت د حاصلاتو پرمهال د تورخم دروازې د بندیدو له کبله ورته مالي زیان اوړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي بدلون مسوولين تریوه بریده د سوداګرو له لورې ياده شوې  دغه  ستونزه مني او زیاتوي هر کله، چې کومه ستونزه رامنځته شوې دوی پروخت لازم اقدامات ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ ولایتي اداره هڅه کوي، چې کورنیو سابو او میوو د ساتنې لپاره به سړې خونې جوړي کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه ولایتي چارواکو له يو شمېر سوداګرو سره ګډې ناستې هم کړي، چې پانګونه وکړي او د زون پر کچه درې یا څلور سړې خونې جوړي کړي.

ویل کیږي، چې پاکستان تل هڅه کوي د تورخم دروازې څخه پر افغان حکومت د فشار د الې په توګه ګټه واخلي.

ادوند خبرونه: 

پاکستان له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو پر وارداتو ټینګار څرګند کړ

پاکستان پر افغان مېوو خپله ګمرکي تعرفه کمه کړه

سوداگري

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړه‌لیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغان– قزاق اقتصادي فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د تولیداتو نندارتون او د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړه‌لیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.

دغه هوکړه‌لیکونه کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي په سفر کې، چې د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال یې مشري کوله؛ لاسلیک شوي دي.

 
Continue Reading

سوداگري

د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Continue Reading

سوداگري

ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

Published

on

د سرو زرو د نړیوالې شورا د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو زیاتولو ته مخه کړې ده.

دې نړیوالې ادارې ویلي، د بهرنۍ اسعارو د زېرمو ۴۵ سلنه مدیران، چې په دې سروې کې یې ګډون کړی؛ تمه لري، چې اړوند مرکزي بانکونه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د سرو زرو زېرمې زیاتې کړي. دا تر اوسه بې‌ساری شمېر دی او د تېر کال پر پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۷۴ مرکزي بانکونو د دغې سروې له مخې، ۵۴ سلنه ځواب‌ورکوونکو ویلي، چې د سرو زرو زېرمې به یې له بدلون پرته پاتې شي او یوازې یې د یوې سلنې د کمېدا شونتیا یاده کړې ده.

دغه راز ۹۳ سلنه ګډونوالو ویلي، چې اوسمهال سره زر د دوی د بهرنیو اسعارو د زېرمو برخه جوړوي. په داسې حال کې، چې دا کچه تېر کال ۸۱ سلنه وه.

د کړکېچونو پر مهال د سرو زرو ښه چلند، په اوږدمهال کې د ارزښت ساتنه، د زېرمو تنوع او د جیوپولیټیکي خطرونو پر وړاندې خوندیتوب هغه مهم عوامل بلل شوي، چې مرکزي بانکونه یې د دغه ګران بیه فلز د ساتلو لوري ته هڅولي دي.

یاد راپور دا هم ښيي، چې ځینې مرکزي بانکونه د خپلو سرو زرو د زېرمو د ساتنې ځایونه لېږدوي یا یې متنوع کوي. د سرو زرو د نړیوالې شورا د موندنو له مخې، Bank of England اوس هم د نړۍ د مرکزي بانکونو د سرو زرو د زېرمو د ساتنې تر ټولو محبوب مرکز ګڼل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!