Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش درې غړي وژل شوي

خپور شوی

د

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د داعش ډلې درې غړي تېره شپه د جلال آباد ښار په بګرامي سیمه کې د افغان ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې: دغه عملیات د جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د پولیسو د ۹۹۹ ځانګړې قطعې لخوا تر سره شوي؛ یو شمېر موټرې، وسلې او مهمات هم ترې د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې یو کور پر نښه شوی؛ خو په عملیاتو کې د ملکي وګړیو د ټپي کیدو راپور ورکړ شوی ندی.

دغه راز د ملي امنیت عمومي ریاست د څرګندونو له مخې؛ په مومندره ولسوالۍ کې د دغه ریاست د ځانګړیو عملیاتو پر مهال د داعش مرستیال ولسوال نیول شوی دی.

ملي امنیت څرګنده کړې، چې دغه سړی د مومند درې د باسول په اړوند سیمه کې نیول شوی دی.

له بلې خوا، د تندر قول اردو په اعلامیه کې راغلي، چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند په سپیچ سیمه کې د موخه ییزو عملیاتو پر مهال د مقناطیسي ماینونو د جوړولو یوه فابریکه هم ویجاړه شوې ده.

اعلامیې په ډاګه کړې، چې د عملیاتو پر مهال وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو ويلي دي، چې امنيتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د دوی د ماين جوړلو پر کار خونه عمليات ندي کړي او دا يې تش تبليغات نومولي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!