تازه خبرونه
په ننګرهار کې د سخت اورښت له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ننګرهار د مرکز جلالآباد ښار د انګور باغ په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د مرکز انګور باغ په ګډون د دې ولایت په شېرزاد، خوږیانيو او هسکه مېنه ولسواليو کې د سخت اورښت او چتونو پريوتو له کبله ۱۶کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د مرکز جلالآباد ښار د انګور باغ په اړوند سيمه کې د یوه کور د چت د پریوتو له کبله پېنځه کسان شهیدان او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز د دغه ولايت د والي وياند قاري احسان الله عثماني زیاته کړې؛ د شېرزاد ولسوالۍ د ګندمک کوټګۍ اړوند یوه کلی کې د یو کور چت نړیدو له کبله یو ښځه اودوه ماشومان شهيدان شوي او همداراز د خوږيانو ولسوالۍ په پيره خېلو مشري کلي کې یوتن شهيد اودوه ټپيان شوي دي.
عثماني زياته کړې؛ د هسکې مېنې ولسوالۍ د دولت خېلو په اړوند سیمه کې د دوه کورنو چتونه نړیدلي، چې یو ماشوم شهید او دوه نور په کې ژوبل شوی دي.
د مسوولانو د معلوماتو له مخې؛ سخت اورښت ګڼ کورونه د نړېدا له ګواښ سره مخ کړي دي.