سیمه ییز خبرونه

په نورستان كې قحطۍ سلگونه كورنۍ گواښلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په نورستان ولايت كې خوراكي توكي، سون توكي او درمل ډېركم دي.

د دغه ولايت لارې بندې دي او روغتيايي مركزونو ته د ناروغانو ليږدول هم ناممكن شوي.

بلخوا جگړو هم د كليوالي عادي ژوند بهير گډوډ كړى دى.

په مشرانو جرگه كې د نورستان استازى وايي:

د دغه ولايت ستونزې په كابل كې له اړوند وزارتونو سره څو څو ځله يادې شوي، خو تر اوسه يې د حل لپاره هيڅ كړنه تر سره شوې نه ده.

د نورستان د برگمټال او منډول ولسواليو خلك له ۷ څخه ۲۷ ساعتونو پلى مزل كوي، چې خوراكي توكي او دارو ومومي؛ خو د واورې ورښت هرڅه ناممكن كړي دي.

په برگمټال كې د اوړو د يوې پنځوس كيلويي بورۍ بيه۷۰۰۰ افغانيو ته رسيدلې؛ حال دا، چې يوه مياشت وړاندې دا بيه ۵۰۰۰ افغانۍ وه.

د روان كال جگړې هم د دې لامل شوي، چې ډېرځوانان بې كاره شي.

دا په داسې حال كې ده، چي له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ژمي لپاره د چمتووالي په لړ كې افغان حکومت او نړيوالو سازمانونو وار له مخه ۳۶ زره ټنه  خوراکي توکي د افغانستان په بېلا بېلو  سيمو كې ځاى په ځاى كړي، چې د زياتو واورو له ورښت، واورو ښوييد او لارو بندښت وروسته به په ځپل شويو سيمو كې پرخلكو ووېشل شي.

په مشرانو جرگه كې د نورستان استازى حضرت شاه نورستانى وايي:

د ستونزو د له منځه وړلو لپاره هيڅ ډول تدابيرنه دي نيول شوي. كه دولت د نورستان د خلكو ستونزو ته پاملرنه ونه كړي؛ نو په روان ژمي كي به د نورستان خلك له ناورين سره مخ شي.

په نورستان كې بله ستره ستونزه روغتيايي خدمتونو د خلكو نه لاسرسى دى. د ژمي له راتلو سره روغتيايي مركزونه ترډېره تړل شوي او كه كوم مركز پرانيستى وي، درمل نه لري.

خلك وايي:

په دې برخه كې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دوى له كورنيو چارو او ملي دفاع  له وزارتونوهم شكايت كوي، چې د لارو د خلاصولو لپاره يې هيڅ راز اقدام نه دى كړى.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مرستيال محمد اسلم سياس وايي:

له څلورمياشتو را پديخوا د يو شمېر ولايتونو لپاره له ځينو وزارتونو سره په گډه چمتوالى نيول شوى دى.

د دې ادارې چارواكي په ډاگه كوي، چې د خوراكي توكو تر څنگ يې دوه ميليون افغانۍ هم ځانگړې كړي، چې په ژمي كې به د طبيعي پيښو پرځپل شويو خلكو ووېشل شي او ممكن له دولت څخه د نورو پيسو غوښتنه هم وشي.

Trending

Exit mobile version