Connect with us

تازه خبرونه

په نړې کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۵ میلیون واوښتې

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۳۹۹)

د رویترز خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۵ میلیون واوښتې او ان له دې ویروسه د را منځته شوي بحران پر وړاندې غبرګونونو هم هېوادونه سره وېشلي دي.

امریکا، چې پر کرونا ویروۍ اخته ۳.۹ میلیون ناروغان لري؛ په دې اړه له اندېښنې سره مخ دی او ولسمشر ترمپ هم خبر داری ورکړی، چې له بده مرغه وضعیت د ښه کیدو نه، بلکې د خرابیدو پر لوري روان دی.

امریکا، برازیل، هندوستان، روسیه او سویلي آفریقا د نړۍ هغه پېنځه هېوادونه دي، چې کرونا ویروس ډېر و ځپل او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د رویترز څرګندونې ښیې، چې دا ناروغي په امریکا کې د نورو وچو په پرتله چټکه خوره شوې او د نړۍ له نیمایي ډېر اخته او له نیمایي ډېرې مړینې لري.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د رسمي راپورونو پر بنسټ تر دې دمه په نړیواله کچه د دغه ویروس د خوریدا د کچې راټیټیدنه نده لیدل شوې.

له هغې وروسته، چې د دغه ویروس لومړۍ مثبته پېښه د چین په ووهان ښار کې ثبت شوه؛ لږ تر لږه دوه اوونۍ وخت یې ونیو، چې شمېر یې دوه میلیون پېښو ته ورسید. اوس د جولای له ۱۳یوازې په اته ورځو کې د دې ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۳ میلیون څخه ۱۵ میلیون کسانو ته پورته شوی دی.

روغتیا پوهانو ټینګار کړی، چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو او مړینې شمېر بشپړ ندی؛ ځکه په یو شمېرهېوادونو کې د ویروس په اړه کتنې پوره نه تر سره کیږي او وړتیاوې هم نلري.

د ټولې نړۍ د کرونا ویروس رسمي شمېر ۱۵۰۰۹۲۱۳ ثبت شوي، چې د انفلونزا ناروغۍ د کلني شمېر  درې چنده دی. د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ لږ تر لږه په وروستیو اووه میاشتو کې ۶۱۶۰۰۰ کسان مړه شوي، چې د انفلونزا د مړینې له کلني شمېره لږ ډېر دی.

د کرونا ویروس د څپو له پورته کیدو او خوریدو سره یوشمېر هېوادونو پر ټولنیز واټن او یو ځینو نورو د بندیزونو پر لیرې کولو ټینګار څرګند.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د سې شنبې پې ورځ په خپلو کړنو کې یو مهم بدلون رامنځته کړ او امریکایان یې هم د ماسک اچولو ته وهڅول.

پداسې حال کې، چې کرونایي حالات مخ پر خرابدو دی؛ خو ترامپ د نومبر پر ولسمشریزو ټاکنو پینګار څرګند کړی دی.

په برازیل کې د ولسمشر په ګډون ۲.۱۵ ملیون خلک پر کرونا اخته دي او تر تر دېدمه ۸۱۰۰۰ نارونغان ترې مړه شوي دی.

هندوستان ، یوازنی هېواد دی، چې له یو میلیون ډېرې مثبتې پېښې لري او له تېرو څلیریشت ګړیو را پدیخوا یې نږدې ۴۰۰۰۰ نوې مثبتې پېښې ثبت کړي، چې له دې سره یې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۱۱۹۳۰۷۸ ته پورته شوی او ۲۸۷۳۲ یې مړه شوي دي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!