تازه خبرونه
په هرات او کندهار ولایتونو کې طالبانو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي
د ځایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غونډه بمبارد شوی، چې په کې ۴۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د هرات والي ویاند ویلي، چې د یادې ولسوالۍ په خم زیارت سیمه کې پر طالبانو هوایي برید ترسره شوی، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ملا ذبیح الله اکبري، ملا محمد( ملا ادریس) او ملا عبدالحق ( ملا اسامه) چې په ګذره، ادرسکن او پښتون زرغون ولسوالیو کې د طالبانو تکړه قومندانان ول؛ له یو شمېر نورو طالبانو سره وژل شوي دي.
د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ځایي خلکو ویلي، د یوه طالب قومندان د خلاصون په ویاړ پر راټولو شویو خلکو بمبارد شوی، چې په کې عامو خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
طالبانو منلې، چې د یو راخلاص شوي بندي کور دوه ځله بمبارد شوی؛ کله، چې عام خلک د مړیو او ټپیانو د لیږد لپاره سیمې ته راغلل دوه یم برید تر سره شو. د دوی د څرګندونو له مخې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.
دغه راز د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو پر هوایي برید ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
همدارنګه د بغلان ولایت د دند غوري په اړوند سیمه کې پر یوه کور د افغان ځواکونو پر هوایي برید یو ماشوم او یوه ښځه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
سربېره پر دې؛ وسلوالو طالبانو تېره شپه د کابل سروبي ولسوالۍ د ماهیپر په اړوند سیمه کې له درې خواوو د کابل ـ جلال آباد د لویې لارې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو سرې قطعې، چې له کوه ساپي ولسوالۍ ورغلي وه؛ لومړی یې لویه لار وتړله او بیا یې نښته پیل کړه، چې ۱۳ ګړۍ روانه وه.
په دې نښته کې درې وسلوال طالبان وژل شوي، درې طالب وسلوال او د لویې لارې ۴ ساتونکي ټپیان شوي دي.
د پکتیا پولیسو ویلي، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۶۵ وسلوال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
تازه خبرونه
مولوي عبدالكبیر له سادین آی یلدیز سره د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې
د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبیر په کابل کې د ترکیې د استازولۍ له مشر سادین آی یلدیز سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراخېدا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»
د یلدیز د څرګندونو له مخې؛ ترکیه له یوه باثباته او پر ځانبسیا افغانستان څخه ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمهییز اتصال په برخه کې اړین ځای لري.
هغه زیاته کړې، چې انقره د افغانستان د ستونزو د حل په اړه له خبرو اترو پلوي کوي او په همدې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.
نوموړي همداراز ویلي، چې ترکیې یوازې د مالدارۍ په برخه کې د ۲۰ زره افغان وګړو لپاره د کار ویزې صادرې کړې دي او هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ لپاره مناسبې حللارې ومومي.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالكبیر د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او څرګندوي؛ د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ پرمختګ کړی او هیله ده، چې دا اړیکې نورې هم نږدې او پراخې شي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د بشپړ امنیت او ثبات په ترلاسه کولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي، چې هېواد د سیمهییز اتصال یو مهم او فعال مرکز وګرځي.
هغه د افغانستان او ترکیې د خصوصي سکټورونو پر همکاریو ټینګار وکړ او د افغان کډوالو ځینو ستونزو ته یې په نغوته کې وویل، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو له داوطلبانه راستنېدا ملاتړ کوي.
ویل کیږي، چې مولوي عبدالكبیر یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې له منځګړیتوب څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد وباله.
پرمختګ او بشپړتیا
په هلمند ولایت کې درې روغتیایي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ریاست رییس نقیب الله فاتح ویلي؛ د دغو روغتیایي ودانیو د جوړولو چارې د دې ریاست د انجنیري ډلې او د فیضي بلډرز ساختماني شرکت له لوري معیاري ترسره شوي او له بشپړېدا وروسته اړوندو روغتیایي مسوولانو ته د کارونې لپاره سپارل شوې دي.
د هلمند ولایت په بغني او باغران ولسوالیو کې درې بابه نوې روغتیایي ودانۍ د له بشپړېدا وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ریاست رییس نقیب الله فاتح ویلي؛ د دغو روغتیایي ودانیو د جوړولو چارې د دې ریاست د انجنیري ډلې او د فیضي بلډرز ساختماني شرکت له لوري معیاري ترسره شوي او له بشپړېدا وروسته اړوندو روغتیایي مسوولانو ته د کارونې لپاره سپارل شوې دي.
نقیب الله فاتح زیاته کړې؛ د یادو روغتیایي مرکزونو له فعالېدا سره به د بغني او باغران ولسوالیو اوسېدونکو ته د لومړنیو او اساسي روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو زمینه نوره هم پراخه او د لرې سیمو خلکو ته به د درملنې آسانتیاوې برابرې شي.
ویل کیږي، چې دا ودانۍ د (IOM) مؤسسې پر مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو پر لګښت جوړې شوې دي.
تازه خبرونه
تورخم ته نږدې د جراحي وسایلو، درملو او د سبو تخمونو د قاچاق مخه ونیول شوه
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند سیمو او تورخم ښارګوټي ته نږدې د دوهیمې سرحدي لوا د درېیم کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو او استخباراتي ضد فعالیتونو پر بنسټ کشف او ضبط کړې ده.
په ننګرهار ولایت کې سرحدي ځواکونو تورخم ښارګوټي ته نږدې د سلګونو جراحي وسایلو، طبي درملو او د سبو تخمونو د قاچاق له مخنیوي خبر ورکړی دی.
د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د مهمندرې ولسوالۍ په اړوند سیمو او تورخم ښارګوټي ته نږدې د دوهیمې سرحدي لوا د درېیم کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو او استخباراتي ضد فعالیتونو پر بنسټ کشف او ضبط کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې: په دې توکو کې سلګونه جراحي وسایل، بېلابېل درمل او د سبو تخمونه شته، چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي توکي به ډېر ژر اړوند قانوني ادارو ته وسپارل شي.
-
تازه خبرونه2 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ3 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه3 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
سوداگري3 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
څار3 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
سوداگري3 days agoافغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
-
تازه خبرونه1 day agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
