سیمه ییز خبرونه

په هرات كې لاريونكوونكيو د ايران كونسلگري په كاڼو وويشته

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هرات كې د يكشنبې په ورځ(د ليندۍ ۱۹) د كهسان ولسوالۍ خلكو د ايران كونسلگرۍ مخې ته په لاريون لاس پورې كړ.

لاريونكوونكيو د هغو۱۳ تنو مړو د ورسپارلو غوښتنه كوله، چې دوه مياشتې وړاندې د ايراني سرحدي ځواك په ډزو كې وژل شوي ول.

لاريونكوونكيو پر كونسلگرۍ كاڼي ويشتل او غوښتل يې، چې ورننوځي؛ خو د پوليسو له هوايي ډزو سره مخ او ووېشل شول.

ويل كيږي، چې په دې پېښه كې يو تن سرسري ټپي شوى او د كونسلگرۍ د ودانۍ ښېښې د كاڼو د لگيدو پر لامل ماتې شوې دي.

لاريونكوونكيو دولت تورن كړ، چې دغې ستونزې ته يې تر دې دمه لازمه پاملرنه كړې نه ده.

د هرات والي وياند محي الدين نوري وايي:

لاريون د خلكو منل شوى حق دى، خو پر تاوتريخوالي بايد وانوړي.

په هرات كې د ايران كونسل يكتا محمدي وايي:

تر اوسه موږ ته د دغو ۱۳ تنو د وژل كيدو بشپړ اسناد راسپارل شوي نه دي.

دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې د ملي شورا غړيو هم د ايران پر سرحدي پوله د دغو ۱۳ تنو پر وژل كيدو اندېښنه څرگنده كړې او دغې ستونزې ته د لاسرسي غوښتونكي شوي ول.

Trending

Exit mobile version