سیمه ییز خبرونه
په يوه چاودنه كې د ملي امنيت مشر اسدالله خالد ټپي شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
پرون پنجشنبه ( د ليندى ۱۶ ) له غرمې وروسته د كابل په تايمنيو كې د ملي امنيت په يوه ميلمستون كې چاودنه شوې.
په دغه چاودنه كې د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد ټپي شوى دى.
له ملي امنيت څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد له بريده روغ وتلى دى.
وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلى او ويلي يې دي، چې په دغه بريد كې د استخباراتو څو كسان يي وژلي او د ملي امنيت د رئيس اسدالله خالد په گډون څو نور ټپي شوي دي، خو امنيتي سرچينې د وسله والو طالبانو د دغې ادعا په اړوند څه نه دي ويلي.