سوداگري

په ټول هېواد کې به متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو بهیر بیا پیل شي

د مالیې وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رییس محمد رحماني نن( یکشنبه د وږي دوه‌یمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا بهیر به د یو منظم پلان او د یو ځانګړي مهالوېش له مخې پلي شي.

Published

on

د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ به په ټول افغانستان کې د ملکي او نظامي متقاعدینو د حقونو د ورکړې بهیر بیا پیل شي.

د مالیې وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رییس محمد رحماني نن( یکشنبه د وږي دوه‌یمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا بهیر به د یو منظم پلان او د یو ځانګړي مهالوېش له مخې پلي شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اړوند حقونه به یوازې هغو متقاعدینو ته ورکړ شي، چې اسناد یې په بشپړ ډول د متقاعدینو د ځانګړې محکمې لخوا منل شوي وي.

اسلامي امارت له دې مخکې د متقاعدینو د اسنادو د بیاکتنې او تائید لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه کړې وه او له ټولو متقاعدینو یې غوښتي وه، چې له اړینو اسنادو سره دې محکمې ته مراجعه وکړي. د دې اقدام هدف د جعل کارۍ مخنیوی او د حقونو د ورکړې په بهیر کې رڼښت راوستل یاد شوي دي.

دا اقدام کولی شي د هېواد د ملکي او نظامي متقاعدینو د اندېښنو لویه برخه راکمه او پخپل وخت د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېر باور رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version