Connect with us

سوداگري

په ټول هېواد کې به متقاعدینو ته د تقاعد ورکولو بهیر بیا پیل شي

د مالیې وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رییس محمد رحماني نن( یکشنبه د وږي دوه‌یمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا بهیر به د یو منظم پلان او د یو ځانګړي مهالوېش له مخې پلي شي.

خپور شوی

د

د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ به په ټول افغانستان کې د ملکي او نظامي متقاعدینو د حقونو د ورکړې بهیر بیا پیل شي.

د مالیې وزارت د تقاعد د خزانې عمومي رییس محمد رحماني نن( یکشنبه د وږي دوه‌یمه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې دا بهیر به د یو منظم پلان او د یو ځانګړي مهالوېش له مخې پلي شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اړوند حقونه به یوازې هغو متقاعدینو ته ورکړ شي، چې اسناد یې په بشپړ ډول د متقاعدینو د ځانګړې محکمې لخوا منل شوي وي.

اسلامي امارت له دې مخکې د متقاعدینو د اسنادو د بیاکتنې او تائید لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه کړې وه او له ټولو متقاعدینو یې غوښتي وه، چې له اړینو اسنادو سره دې محکمې ته مراجعه وکړي. د دې اقدام هدف د جعل کارۍ مخنیوی او د حقونو د ورکړې په بهیر کې رڼښت راوستل یاد شوي دي.

دا اقدام کولی شي د هېواد د ملکي او نظامي متقاعدینو د اندېښنو لویه برخه راکمه او پخپل وخت د حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېر باور رامنځته کړي.

سوداگري

د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

Published

on

د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.

د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرله‌پسې ثبات نښه ښیي.

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

Continue Reading

سوداگري

په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ د هر اونس سرو زرو بیه؛ ځکه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته، چې پانګوالو د خوندي  پانګونو لوري ته مخه کړه او ډالر له هغې وروسته کمزوری شو، چې د ایران او ګرینلینډ پر سر له تاوتریخوالي یوه ډکه اوونۍ تېره شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.

پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.

د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

بنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو  ته لېوالتیا وښوده

د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.

Published

on

په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم په ایکس پانه کې لیکلي: د بنګله دیش د البسې تولید او صادراتو ټولنې (BGMEA)د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرودلو  ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.

شفیع الله اعظم زیاته کړې، چې له یادې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ د ټوکرو په تولیدي برخه کې هم د پانګونې پر میکانیزم بحث او خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ یوه پلاوي د بنګله‌دېش په ډاکه کې له دېرشم نړۍوال نندارتون د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!