سیمه ییز خبرونه
په پاكستان كې د ترهگرو خوندي پناه ځايونو د امريكا اندېښنې را پارولي
د پنتاگون په تازه رپوټ كې راغلي، چې:
د پاكستان په خاوره كې د ترهگرو خوندي پناه ځايونه هغه ستونزه ده، چې په افغانستان كې د جگړو د دوام لامل شوې ده.
د امريكا دفاع وزارت خپل تازه رپوټ د سيمې په ځانگړي توگه پاكستان د حالاتو په باب د امريكا مشرانو جرگې ته وړاندې كړى دى.
په دې رپوټ كې راغلي، چې په افغانستان كې مېشت ۶۸ زره امريكايي سرتېرو او د متحدينو سرتېرو د طالبانو د پرمختگونو مخه ډب كړې او ملكي تلفات كم شوي دي.
د پاكستان په خاوره كې د طالبانو لپاره خوندي پناه ځايونه د افغانستان لپاره جدي گواښ بلل كيږي.
د امريكا دفاع وزارت دا رپوټ، چې د سيمې حالات د روان كال د اپريل له مياشتې څخه ترسپتمبر پورې څېړلي او په ډاگه كوي، چې:
پاكستان د امريكا د گټو لپاره هڅې كړي؛ خو له ترهگرو سره د مبارزې په لار كې ناكامه دى.
په دې رپوټ كې همدا راز راغلي، چې:
په ۲۰۰۹ز. كال كې، چې امريكايي ځواكونه ډېرشول، امنيت ښه وو.
رپوټ كې د افغان ځواكونو هغو پرمختگونو ته هم اشاره شوې، چې امنيتي مسووليتونه يې له نړيوالو ځواكونو څخه تر لاسه كړي دي؛ خو فساد يې جدي ستونزه بللې او اعتراف كوي، چې د لوژيستك او ادارې په برخو كې ستونزې شته.
د افغانستان او سيمې د امنيت په اړه د امريكا د دفاع وزارت رپوټ په داسې حال كې خپريږي، چې په افغانستان كې د ښكېلو ډلو تر منځ نوې خبرې پيل شوې دي.