Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې له تاواریخوالي وروسته د عمران خان د پلویانو ځپل او نیول پیل شول

خپور شوی

د

رویترز راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په پاکستان کې پولیسو له واکه د لري شوي لومړي وزیر عمران خان له نیول کیدو وروسته د هغه په سلګونه ملاتړي د فساد او تاوتریخوالي د رامنځته کولو پر تور نیولي دي.

د سې شنبې پر ورځ په داسې حال کې د کرکت پخوانی اتل او د پاکستان تر ټولو نومیالي سیاستوال ونیول شو، چې خلک او حکومت له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ګرځنده اړیکو خدمتونه د دوه‌یمې ورځې لپاره بند شوي؛ د تویتر، یوتیوب او فیسبوک کاري برخه هم له ګډوډه شوې، ځکه امنیتي ځواکونو د سې شنبې پر ورځ ناوخته په تاوتریخوالي کې د یو کس له وژلو وروسته د نظم بېرته راوستلو هڅه پیل کړه.

حکومت ویلي، چې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو پر دولتي ودانیو بریدونه کړي؛  شخصي او دولتي موټرو ته یې زیانونه رسولي دي.

پولیسو ویلي، د هغه ۹۴۵ پلویان په پنجاب صوبه کې له هغې وروسته ونیول شول، چې د پولیسو ۲۵ ګاډي او له ۱۴ زیاتې دولتي ودانۍ وسوځول شوې.

د پاکستان د پلان جوړولو وزير احسن اقبال يوې خبري غونډې ته ويلي: دا نه‌شي زغملای؛ قانون به خپل کار کوي. دا له تاوتریخوالي ډک بریدونه د کوم عام پاڅون پایله نه‌ده، بلکې دوی د پی ټي آی له لوري هڅول شوي دي.

پولیسو د پاکستان له څلورو صوبو څخه په درې هغو کې د عمران خان پلویان له پولیسو سره له شخړو او تاوتریخوالي وروسته د دوی پر ټولو غونډو بندیز ولګاوه.

۷۰ کلن عمران خان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا د اسلام‌آباد له عالي محکمې نیول شوی دی. رویترز د پولیسو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د محکمې اوریدنه به د اسلام آباد د پولیسو په څارنځي په اړوند سیمه کې ترسره شي.

د نوموړي ګوند له خپلو ملاتړیو څخه د ۲۲۰ ملیلوني پاکستان په پلازمېنه کې د راټولېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه سرمقاله کې څرګنده کړې، چې د لاریونونو بڼه او ځای، چې پرون د عمران خان له نیول کېدو وروسته رامنځ ته شول؛ د دې ښکارندویي کوي، چې خلک پر پوځ غصه شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پیسو نړیوال صندوق خپلې مرستې پاکستان ته ځنډولې دي. په داسې حال کې، چې د بهرنیو اسعارو زیرمې یې نه یوازې د یوې میاشتې وارداتو لپاره کافي ندي، بلکې د نورو اسعارو پر پرتله د کلدارې ارزښت هم راټیټ شوی دی.

د دې ګوند مرستیال قریشي پرون تویت کړی و، چې مونږ د PTI کورنۍ کارکوونکيو، پلویانو او د پاکستان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د دې غیرقانوني چلند پر وړاندې خپل سوله‌ییز احتجاج روان وساتي.

لاریونونو په یو شمېر ښارونو کې کاروبار ګډوډ کړی دی.

رویترز راپور ورکړی، چې په پېښور کې د چرګانو پلورونکی ملاګل خان ویلي، چې د هغه او نورو دکانونه په تاوتریخوالي کې ویجاړ شوي دي.

۲۵ کلن راجه عمران، چې د پېښور اوسېدونکی دی وایي، په ټول هېواد کې ګډوډي روانه ده … امتحانونه روان دي او د ښوونځي ماشومان به پوره زيانمن شي.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د پارلمان د عدم اعتماد په رایه کې د لومړي وزیر په توګه ګوښه شو. که څه هم هغه د نومبر په میاشت کې د اسلام‌آباد پر لوري د یوه احتجاجي لاریون د مشرۍ پر مهال ټپي هم شو؛ خو د عامو انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه یې روانه وساتله؛ خو له ټاکنو مخکې ونیول شو.

په #پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کېدو وروسته د روانو لاریونونو لړۍ مخ پر پراخېدو ده؛ په دې لاریونونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او له ۲۹۰ ډېر نور ټپیان دي. د پنجشنبې پر ورځ د دان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په ټول پاکستان کې له قانون پلي کوونکیو افسرانو سره په نښتو کې له ۱۹۰۰ څخه ډېر #أاریون‌کوونکي نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان جیو نیوز خبر ورکړ، چې تېره شپه د اسلام‌آباد پولیسو د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند د عمران‌خان مرستیال شاه محمود قریشي هم ونیول شو.

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال آصف منیر د واشنګټن غوښتنې، چې د غزې د ثبات په ځواک کې دې برخه واخلي؛ په کور دننه له یوې سترې نوې ننګونې سره مخ کړی دی.

د خبري سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې منیر په راتلونکو اوونیو کې له تېرو ۶ میاشتو راپدېخوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د درېیم ځل لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د دغې لیدنې بنسټیزه موضوع به د غزې په ځواکونو کې د پاکستان د پوځ ګډون او د جګړه ځپلې سیمې د بیارغونې او اقتصادي جوړونې لپاره د ټرمپ د ۲۰ ماده‌یي طرحې پلي کول وي.

د ټرمپ طرحه له مسلمانو هېوادونو غواړي، چې د غزې د تېرېدا پېر او بیارغونې په بهیر کې د حماس وسلوالې ډلې بې وسلې کړي؛ خو ډېری هېوادونه په شخړه کې د لاسوهنې او د فلسطین پلوه ټولنو له‌خوا د منفي غبرګون په اړه اندېښمن شوي دي.

جنرال منیر له ولسمشر ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې، چې له کلونو بې‌باورۍ وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د باور رغول رامنځته کړي.

کارپوهانو ويلي، چې پاکستان تر فشار لاندې دی، چې خپله پوځي وړتیا وښيي او د امنیتي پانګوونې او مرستو لپاره د امریکا ملاتړ خوندي کړي.

منیر په دې وروستیو کې د دفاعي ځواکونو د ستر درستیز په توګه وټاکل شو او د هوايي او سمندري ځواکونو د رهبرۍ مسوولیت هم لري.

دغو نویو قانوني اصلاحاتو هغه د تل لپاره قانوني معافیته او د پرېکړې کولو له نامحدود واک څخه برخمن کړی دی.

شنونکو خبرداری ورکړی، چې په یاد ماموریت کې د پاکستان هر ډول پوځي ښکېلتیا ښایي له سیاسي تورونو او عامه فشار سره مخ شي.

کارپوهانو ويلي: جنرال منیر له استثنایي شرایطو سره مخ دی، چې ستر خطرونه به ولري؛ خو هغه باید د خپلو پرېکړو له کورنیو او سیمه‌ییزو پایلو خبر وي.

د پاکستان پوځ، بهرنیو چارو او استخباراتو وزارتونو د رویټرز پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره میاشت ویلي وه، چې اسلام‌آباد کولی شي د سوله‌ساتو سرتېرو د لېږلو په اړه غور وکړي؛ خو د حماس بې وسلې کول “زمونږ دنده نده.”

په هرحال بنستيز خطر په کور دننه کې دی؛ اسلامي ګوندونه او په پاکستان کې ځینې سیاسي ډلې ښایي غزې ته د سرتېرو له لېږلو سره مخالفت وکړي او پراخه لاریونونه ترسره شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

Published

on

دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې له‌خوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.

د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نه‌درلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.

په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.

سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.

امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!