روغتيا
په چیلي کې د الوتونکیو د انفلونزا لومړنۍ انساني پېښه وپېژندل شوه
(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۴۰۲)
د چیلي د روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې، چې هېواد یې په انسان کې د الوتونکیو یا مرغانو د انفلونزا لومړۍ پېښه پېژندلې ده.
د رویترز د راپور له مخې، د چیلي روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، دا قضیه په یوه ۵۳ کلن سړي کې پېژندل شوې، چې د انفلونزا سختې نښې په کې لیدل شوې دي.
د دغو څرګندونو له مخې؛ د دغه ناروغ روغتیایي حالت اوس د ډاډ وړ دی.
د چیلي حکومت نورو ته د دغې ناروغۍ د لېږد او همدارنګه د هغو کسانو په اړه څېړنې کوي، چې له دغه سړي سره په اړیکې کې ول.